د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه پيل شوه

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٣٠ غويى ٩٥): د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه نن (د غويي ۳۰مه) په بروکسل کې پيل شوه او په دويمه ورځ به  یې پر افغانستان خبرې وشي.

دغه غونډه په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو په مقر کې پيل شوې چې په کې د ناټو د ٢٨ غړو په ګډون د شاوخوا ٤٠ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران ګډون کوي.

د دې غونډې په لومړۍ ورځ به د ناټو سازمان اړوند مسايلو، ترکيې، سوريې، اوکراين او نورو موضوعاتو خبرې کېږي.

په بروکسل کې د ناټو يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې په دويمه ورځ غونډه کې به د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کېږي.

هغه زياته کړه چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني به د خپل هېواد د وروستيو سياسي او امنيتي حالاتو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکوي.

د ناټو سازمان سرمنشي جينز سټولټنبرګ نن د دوه ورځنۍ غونډې تر پيل مخکې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د بهرنيو چارو وزيران به د وارسا سرمشريزې غونډې د اجنډا په اړه وروستۍ پرېکړې وکړي.

ټاکل شوې د ناټو سرمشريزه غونډه د روان زېږديز کال د جولاى په ٨ مه د پولينډ په پلازمېنه وارسا کې جوړه شي.

د ناټو سرمنشي وويل چې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې په افغانستان کې د دغه سازمان د روزنې روان ماموريت ارزول کېـږي.

هغه زياته کړه چې دغه راز په دې غونډه کې به تر ٢٠٢٠ زېږديز کاله پورې د افغان امنيتي ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنې تازه کېـږي.

بلخوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون له چين څخه نېغ په نېغه بروکسل ته روان شوى دى.

سرچينې زياته کړې، رباني به د ناټو بهرنيو چارو وزيرانو په ناسته کې چی په بروکسل کې نن پيل شوې، ګډون وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ناټو  د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې به له ۲۰۱۷ کال وروسته د افغانستان ملي امنيتي او دفاعي  ځواکونو د تمويل د دوام لپاره د هلو ځلو پر څرنګوالي او دغه راز د افغانستان اوسني امنيتي سياسي حالات تر بحث لاندې ونيول شي.

سرچينې زياته کړې، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په دې ناسته کې د افغان حکومت پرمختګونو او برياوو په اړوند، په هغو برخو کې چې د افغانستان نړيوال همکاران او په ځانګړي ډول ناټو يې له دغه هېواده تمه  لري او دغه راز د ناټو راتلونکو همکاريو څخه د افغانستان د هيلو او انتظاراتو په باب خبرې کوي. 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 255 تاريخ : پنجشنبه 30 ارديبهشت 1395 ساعت: 19:06