په فارياب کې د جمعيت اسلامي د ځوانانو کمېټې مشر ووژل شول

ساخت وبلاگ

ميمنه (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): د افغانستان د اسلامي جمعيت ګوند د ځوانانو شورا د ولايتي شورا مسوول، د فارياب په المار ولسوالۍ کې په يوه نښته کې ووژل شو او په ياده ولسوالۍ کې جګړه لا هم دوام لري.

په المار ولسوالۍ کې يوې حکومتي سرچينې د نوم له اخيستلو پرته پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا ١١ بجې د دې ولسوالۍ په درېيو برخو کې د دولتي ځواکونو، طالبانو او ځايي قوماندانانو تر منځ سخته نښتې پيل شوې.

سرچينې زياته کړه چې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د ولسوالۍو په دوو سيمو کې نښته نن سهار پاى ته ورسېده، خو د جنرال فاروق قاطع او جمعه نظر په نومونو دوو دښمنو ډلو ترمنځ نښته د دې ولسوالۍ په جعاتک سيمه کې لا هم روانه ده.

د سرچينې په خبره، په دې نښتو کې ګڼ شمېر طالبانو، دولتي ځواکونو، د دښمنو ډلو کسانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د افغانستان د جمعيت اسلامي ګوند د ځوانانو شورا د ولايتي کمېتې مشر هم په کې وژل شوى دى.

د المار ولسوال محمد صالح صالح د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړې پخلى وکړ، خو د دوو دښمنو ډلو ترمنځ يې د شخړې په اړه معلومات ورنه کړل.

صالح زياته کړه چې په دې نښته کې طالبانو، دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره مرګ ژوبله يې نه ده څرګنده.

د فارياب ولايتي شورا غړي او د جمعيت اسلامي د ځوانانو شورا د مشر محمد زمان تره عبدالمنان قاطع هم د خپل وراوره د وژل کېدو پخلى وکړ.

هغه وويل چې وراره يې له طالبانو سره په جګړه بوخت و چې  جنبش ګوند ته منسوب د  جمعه نظر افرادو په په نښه کړ.

د جمعيت اسلامي د ځوانانو شورا د ولايتي کمېټې مشر نن سهار له وژل کېدو وړاندې د پژواک خبريال ته ويلي وو چې جمعه نظر او حليم باى له طالبانو سره يو ځاى په جغاتک او امنيتي ځواکونو بريد وکړ، د استوګنې کورونو ته ننوتل او ملکي وګړي يې وژل، د خلکو کورونه يې وسوځول، دري سرحدي ټانکونه ويجاړ شول او يو شمېر امنيتي ځواکونه ژوبل شول.

خو جمعه نظر وايي چې دوى تل د دولت ترڅنګ ولاړ دي، د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي او له طالبانو سره يې هېڅ اړيکه نشته.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 326 تاريخ : چهارشنبه 29 ارديبهشت 1395 ساعت: 21:30