مزارشريف (پژواک ۲۸ غويى ۹۵): يوه پخواني طالب چارواکي سيداکبراغا له حکومت څخه له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو تر څنګ له طالبانو سره هم د سولې دمذاکراتو د پيل غوښتنه وکړه.
سيداکبراغا چې د طالبانو د دورې پر مهال لوړپوړی چارواکی و، د غويي په ۲۸مه، يې د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د سولې په تړاو جوړې شوې غونډې ته خبرې وکړې.
ياده غونډه چې د روضې په جومات کې تر سره شوه، ډېری ګډونوال يې ديني عالمان وو.
نوموړي د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ورته غونډو څخه يې موخه د سولې په تړاو د خلکو راغونډول دي.
سيداکبراغا زياته کړه چې په افغانستان کې د سولې د رواستو لپاره يواځې بين الافغاني خبرې اترې ښه نتيجه ورکولی شي.
د هغه په وينا، له همدې امله بايد ټول ولسونه، سياسي ګوندونه، ديني عالمان او مدني حرکتونه د سولې لپاره خپلې هڅې ونه سمپوي.
سيداکبر اغا له حزب اسلامي سره د سولې په تړاو د روانو هڅو ملاتړ وکړ.
خو نوموړي زياته کړه، چې د سولې دغه ډول هڅې به هغه مهال ښې پايلې ولري چې د حزب اسلامي تر څنګ له طالبانو سره هم د سولې په موخه خبرې وشي.
هغه وايي چې يواځې له حزب اسلامي سره سوله کول د افغانستان درد نه شي دوا کولی.
سيد اکبر اغا پر حکومت غږ وکړ چې په رښتينې توګه د سولې په تړاو خپلې هڅې ګړندۍ کړي او له خلکو يې وغوښتل چې د سولې د هر ډول هڅو ملاتړ وکړي.
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 199 تاريخ : سه شنبه 28 ارديبهشت 1395 ساعت: 20:55