د کندهار سلګونو اوسېدونکو پر اصلي مسير د ټوټاپ د تېرېدو په ملاتړ لاريون وکړ

ساخت وبلاگ

کندهار (پژواک، ٢٨ غويى ٩٥): د کندهار سلګونو اوسېدونکو د يوې پراخې احتجاجي غونډې او لاريون له لارې غوښتنه وکړه چې ټوټاپ دې پر خپل اصلي مسير تېر شي او له دغې ملي پروژې سره دې د قوم او سمت پر بنسټ تبعيضي چلند نه کېږي.

لاريون کوونکو دغه راز د هغه کس مجازات هم وغوښت، چې په دې تړاو يې د لندن په کنفرانس کې ولسمشر ته سپکاوى کړى و.

په دې اړه لومړى د غويي په ٢٨مه، د کندهار ښار په تاج محل سالون کې احتجاجي غونډه وشوه او وروسته د غونډې برخه والو لاريون وکړ.

په غونډه کې د کندهار مخور او ملي سوداګر حاجي رحم الدين اغا وويل چې ټوټاپ پروژه يوه ملي پروژه ده او له  دغې پروژې سره د قوم او سمت پر بنسټ هر ډول تبعيضي چلند د منلو نه دى.

هغه زياته کړه، کندهار چې د افغانستان تاريخي مرکز پاتې شوى او تل يې د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لوبولى، کلونه کېږي چې له برېښنا بې برخې دى، خو کله هم د دې ولايت اوسېدونکو دغسې عمل نه دى کړى لکه نور چې يې کوي.

هغه د کندهار د صنعتي پارک يادونه وکړه چې پانګه وال په کې د برېښنا د نشتوالي له امله ميليونونه ډالر زيان زغمي، خو ده يادونه وکړه چې د دې ولايت اوسېدونکي دا نشي زغملاى چې نور يې حق لاندې کړي.

ده زياته کړه: ((موږ له هيچا سره تضاد نه لرو، په دې هېواد کې هر څوک د برېښنا حق لري، خو داسې نه چې ملي پروژې د قوم او سمت پر بنسټ د پرديو دسيسو قرباني شي.))

هغه په دې توګه د لندن په کنفرانس کې ولسمشر ته شوى سپکاوى هم په سختو ټکو وغانده او ويې ويل، هيڅوک حق نه لري د ملي مشرانو سپکاوى وکړي ځکه هر ملي مشر د دې هېواد استازى دى.

نوموړي وويل، د کندهار د ټول خلکو په استازيتوب هغو خلکو ته چې څو تنه پرديپال يې د ولسمشر توهين ته هڅولي، اخطار ورکوي چې بيا داسې کړنې تکرار نه کړي چې د هغوى لپاره به ښې پايلې و نه لري.

د کندهار د ولايتي شورا غړي نعمت الله شېردلي وويل، هر څوک د خپل حق لپاره د اواز د اوچتولو حق لري، خو داسې نه چې د نورو پر حق تېرى وکړي، ولسمشر ته په کې توهين وشي او يا هم خلکو ته په کې زيان ورسېږي.

هغه غوښتنه وکړه چې دغه راز کسان بايد د هېواد د نافذه قوانينو په رڼا کې مجازات شي.

نوموړي يادونه وکړه چې ولسمشر د ټوټاپ پروژې د پلي کېدو لپاره کمېسيون ټاکلى او چې هره پرېکړه يې وکړه، هغوى ته د منلو وړ ده.

د کندهار د ولايتي شورا يوه بل استازي حاجي عطا الله عطا وويل، له وروستۍ کړنو ښکاري چې له بده مرغه د هېواد په دې حساسو شرايطو کې ځينې د پرديو د ګټې لپاره ملي يووالي زيانمنوي.

هغه زياته کړه: ((موږ تر هر څه وړاندې ملي يووالي ته اړتيا لرو، خو داسې نه چې هر وخت د همدې ملي يووالي د وفادارۍ ازموينه له موږ څخه واخيستل شي.))

نوموړي وويل د کندهار ټول اوسېدونکي د خپل ژوند په بيه د ملي ګټو دفاع کوي او له ولسمشر څخه غوښتنه کوي چې ټوټاپ ملي پروژه دې پر خپل اصلي مسير پلې شي.

د ډاکټرې عزيزې په نوم د کندهار يوې مېرمنې وويل، د افغانستان حکومت متوازنې پرمختيا ته ژمن دى او پر همدې بنسټ يې ژمنه کړې ده چې باميان ته به تر اړتيا ډېره برېښنا ورکړل شي، نو بيا څه اړتيا ده چې هغوى له يوې ملي پروژې سره تبعيضي چلند کوي.

دا وايي، اصلي مسئله دا ده چې په دې وروستيو کې د حکومت او ځينو مخالفو ډلو تر منځ د سولې خبرې ګرمې دي او بهرني مخربين غواړي په يوه او بله بهانه د ځينو قومونو په تحريکولو د يادې شوې پروسې پر وړاندې خنډونه پېښ کړي.

د غونډې برخه والو وروسته پراخ لاريون وکړ چې د ولسمشر عکسونه او پر خپل اصلي مسير د ټوټاپ د تېرېدو په ملاتړ ليکل شوي شعارونه يې له ځانونو سره لېږدول.

د لاريون په پاى کې په اتو مادو کې يو پرېکړه ليک هم وړاندې شو چې له ولسمشر څخه په کې غوښتل شوي وو چې ټوټاپ ملي پروژه دې پر خپل اصلي مسير تېره شي، ځکه هم يې لګښت کم دى او هم کم وخت نيسي.

دغه راز په پرېکړه ليک دا هم غوښتل شوي وو چې له ملي پروژو سره د قوم او سيمې پر بنسټ تبعيضي چلند د منلو نه دى او څوک چې دغه عمل ته دوام ورکوي حکومت بايد ورسره قانوني چلند وکړي.

د پرېکړه ليک يوه ماده دا هم وه چې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش دې د قومي چلند پر ځاى ملي چلند وکړي.

د پرېکړه ليک له مخې ولسمشر ته شوى توهين د ټول ولس توهين دى او بايد چې له عاملينو سره يې قانوني چلند وشي.

د يادونې ده چې تېره ورځ په کابل کې لاريون کوونکو د باميان له لارې د "ټوټاپ" برېښنا پروژې پر لېږد ټينګار وکړ او ويې ويل که دا غوښتنه يې ونه منل شي، هغوى به خپلو مدني خوځښتونو ته دوام ورکړي.

خو بل طرف ته په يو شمېر ولايتونو کې بيا د ولسمشر او د اصلي مسير څخه د برېښنا د ټوټاپ پروژې په ملاتړ لاريونونه شوي دي.

 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 217 تاريخ : سه شنبه 28 ارديبهشت 1395 ساعت: 18:51