د پکتیکا د برمل سلګونه هلکان لا هم په پاکستاني ښوونځیو کې زده کړې کوي
ښرنه (پژواک، ١٤ ورى ٩٥): د پکتيکا د سرحدي برمل ولسوالۍ د ځینو سیمو سلګونه هلکان اوس هم په پاکستاني ښوونځيو کې زده کړې کوي. برمل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ميراجان وزير د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ شاوخوا ٧ سوه هلکان په پاکستاني ښوونځيو کې زده کړې کوي. هغه زياته کړه چې په برمل ول...
په ننګرهار کې عصري او دیني زدکړو ته یو ډول زمینه برابریږي
ننګرهار(پژواک،١٣ورى٩٤): چارواکي وایي چې په ننګرهار ولایت کې د دیني زدکړو په پرتله عصري زدکړو ته ډېره پاملرنه شوې خو په وروستیو کې یې هڅې پیل کړي،چې د دواړو زدکړو زده کوونکو ته یو ډول اسانتياوى برابرې کړي. د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د دې ولایت له یو شمېر دیني عالمانو سره په ګډه غونډه کې وويل چې پ...
داعش وسله والو په غزني کې هم فعاليت پيل کړ
غزني ښار(پژواک،١٣ورى٩٥): د غزني دسولې او ولايتي شورا غړي وايي چې ددې ولايت په يو شمير سيمو داعش وسله والو فعاليت پيل کړى او له خلکو يې غوښتي چې له دوى سره يوځاى شي. د غزني د ولايتي شورا غړي امان الله کامراني پژواک خبري اژانس ته وويل چې داعش وسله والو د اندړو ولسوالۍ ترڅنګ په ځينو نورو سيمو کې هم فعا...
دفاع وزارت: ٢١وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته
کابل(پژواک،١٣ورى٩٥): د ملي دفاع وزارت وايي چې په کندهار او هرات ولايتونو کې اووه وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي. دغه څرګندونې په هغه اعلاميه کې شوي دي چې د وري په ١٣مه د ملي دفاع وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوې ده. د اعلاميې له مخې د ملي اردو ځواکونو تيره ورځ د کندهار ولاي...