خرید بک لینک

غزني ښار(پژواک،١٣ورى٩٥): د غزني دسولې او ولايتي شورا غړي وايي چې ددې ولايت په يو شمير سيمو داعش وسله والو فعاليت پيل کړى او له خلکو يې غوښتي چې له دوى سره يوځاى شي.

د غزني د ولايتي شورا غړي امان الله کامراني پژواک خبري اژانس ته وويل چې داعش وسله والو د اندړو ولسوالۍ ترڅنګ په ځينو نورو سيمو کې هم فعاليت پيل کړى دى او ځيني پوستې يې هم جوړې کړې دي.

کامراني وايي: (( دغزني په اندړو، ګیلان او ګیرو ولسواليو کې داعش وسله وال لیدل شوي او غواړي چې دخلکو په منځ کې نفوذ وکړي او دا سیمې تر خپل کنترول لاندي راولي.))

کامراني وايي که چیرې حکومت د داعش وسله وال مخه ونه نیسې نو دا وسله وال به ډير ژر د غزني نورو سیمو ته هم ورسیږي.

هغه زياته کړه: (( له داعش وسله والو سره پرمختللي وسلې دي که حکومت يې همدا اوس مخه ونه نيسي نو وروسته يې بيا مخه نيول ستونزمن کار دى.))

د هغه د معلوماتو له مخې د غزني په ناوې ولسوالۍ کې هم داعش وسله وال ليدل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تيرو ١٤کلونو راهيسې د ناوې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.

په غزني کې د سولې شورا سرپرست خليل الله هوتک هم وايي چې داعش وسله والو د دې ولايت په ځينو سيمو کې فعاليت پيل کړى دى.

هغه وايي: (( داعش وسله والو له خلکو غوښتې چې له دوې سره يوځاى شي نو پېسې به ورکړي.))

د هغه د معلوماتو له مخې د غزني ګيرو او اندړو ولسواليو ته داعش وسله وال په الوتکه کې راوړل شوي دي.

ده هم ټينګار وکړ چې حکومت بايد هرڅه ژر په دې ولايت کې د داعش وسله والو د فعاليت مخه ونيسي.

د غزني والي محمد امان حميم په دې ولايت کې داعش د فعاليت په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه : (( موږ ته تراوسه داسې کوم معلومات ندې رسیدلي چې داعش دې له خلکو نه غوښتي وي چې له دوي سره دې یوځاي شي.))

ده وويل چې افغان امنيتى ځواکونه په دې ولايت له هرډول وسله والو سره د مبارزې لپاره چمتوالى لري.

دا په داسې حال کې ده چې ددې ولايت يو شمير اوسيدونکو هم ويلي چې په ځينو سيمو کې داعش وسله وال ليدل شوي دي.

د يادې ونې وړ ده چې تر دې وړاندې داعش وسله والو په ننګرهار، کونړ، نورستان او ځينو نورو ولايتونو کې فعاليت درلوده.

برچسب: نویسنده: کاوه محمدزادگان تاريخ: جمعه 13 فروردين 1395 ساعت: 14:59

صفحه بندی