
ننګرهار(پژواک،١٣ورى٩٤): چارواکي وایي چې په ننګرهار ولایت کې د دیني زدکړو په پرتله عصري زدکړو ته ډېره پاملرنه شوې خو په وروستیو کې یې هڅې پیل کړي،چې د دواړو زدکړو زده کوونکو ته یو ډول اسانتياوى برابرې کړي.
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د دې ولایت له یو شمېر دیني عالمانو سره په ګډه غونډه کې وويل چې په اسلامي ټولنه کې تر عصري زدکړو دیني زدکړې ډېرې مهمې دي.
هغه خوښي څرګنده کړه،چې د دغه ولایت په سلګونه مدرسو کې ښځینه او نارینه اسلامي زدکړې کوي او ډاډ یې ورکړ،چې د دغه زده کوونکو سره د همکارۍ او مدرسو سره د مرستې لړۍ به دوامداره وساتي .
هغه دیني عالمان د دین ستنې وبللې او زیاته یې کړه: (( همدوی دي،چې موږ او نوی نسل د الله ج د حکمونو او نبوي ارشاداتو څخه یې خبر وي.))
د ننګرهار والي وایي: « دیني عالمان هغه څوک دي،چې د پیدایښت سره سم هم مسلمانانو ته په غوږ کې اذان کوي او کله چې انسان مړ شي نو د وروستي ځل لپاره یې جنازه هم د دوی له لورې ترسره کیږي نو د خپل ځآن دنده بولم،چې دیني زدکړو او علماؤ ته به ځآنګړې پاملرنه وکړم.»
په دې غونډه کې د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس عبدالظاهر حقاني بیا پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ،چې د الله ج له حکمونو سره سم خپل ژوند ترسره کړي او د قران کریم په سپیڅلې کتاب منګولې ولګوي .
د ختیځ زون د علماؤ شورا مشر مولوي حمدالله خوښي څرګنده کړه،چې په ټول هېواد کې د نارینو ترڅنګ د قران کریم ښځینه حافظانې لري او زیاته یې کړه، پخوانیو حکومتونو خپل ولس د دیني زدکړو څخه تر ډېره کچه لرې ساتلی و،چې نظام هر مهال له ګڼو ستونزو سره مخامخ و.
نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه،چې د عصري زدکړو ترڅنګ دیني زدکړو ته زیاته پاملرنه وکړي او په کورنیو یې غږ وکړ،چې پر خپلو اولادونو د عصري زدکړو ترڅنګ دیني زدکړې هم وکړي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان