
کابل(پژواک،١٣ورى٩٥): د ملي دفاع وزارت وايي چې په کندهار او هرات ولايتونو کې اووه وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.
دغه څرګندونې په هغه اعلاميه کې شوي دي چې د وري په ١٣مه د ملي دفاع وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوې ده.
د اعلاميې له مخې د ملي اردو ځواکونو تيره ورځ د کندهار ولايت د غورک ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې عمليات کړي چې په ترڅ کې يې پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٠ نور ټپيان دي.
په اعلاميه کې راغلي چې د يادو عملياتو په ترڅ کې ٧ د ملي اردو سرتيري هم وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي چې د هرات ولايت په مربوطاتو کې پر دوو تنو ماين جوړونکو خپل ماين چاودنه کړې چې دواړه وژل شوي دي.
سرچينه وايي چې د همدې ماين د چاودنې له امله د يو ماشوم په ګډون څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
په اعلاميه کې راغلي چې افغان امنيتي ځواکونه په هيواد کې د امنيت د ټينګښت لپاره هر راز قربانۍ او سرښندنې ته چمتو دي.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان