"حکومت دې د هلمند د امنیت ټینګښت ته ځانګړې پاملرنه وکړي"
لښکرګاه (پژواک، ۱۱ ورى ۹۵): په هلمند کې قومي مشران وايي، حکومت بايد د دغه ولايت د امنيت ټينګښت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او وړ چارواکي دې ور وګوماري. دغه څرګندونې د هلمند لسګونو قومي مشرانو نن (د وري ۱۱مه) په مرکز لښکرګاه کې د يوې غونډې په ترڅ کې وکړې. د قومي مشرانو په استازيتوب اميرمحمد اخندزاده وويل،...
طالبانو يو کس د انسان تښتونې په تور په دار کړ
By احمد شاه صابر on 30 March 2016 زرنج (پژواک، ١١ ورى ٩٥): د نيمروز ځايي چارواکي وايي چې طالبانو يو کس په دغه ولايت کې د نفتي توکو د يوه سوداګر د تښتولو او وژلو په تور په عام محضر کې په دار ځړولى دى. په نيمروز کې يوه ځايي چارواکي د نوم نه اخيستلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا کس پرون مازديګر...
د بلخ د یوه وکیل کسانو د یوې رسنۍ مسوول مدیر وهلى او پر مرګ ګواښلی
مزارشريف (پژواک، ۱۰ وری ۹۵): په بلخ کې د طلوع فردا اونيزې مسوول مدير په ولسي جرګه کې د بلخ پر استازي عباس ابراهيم زاده باندې تور پورې کړ چې کسانو يې دی وهلی او د مرګ ګواښ یې ورته کړی دی. خو په ولسي جرګه کې د بلخ استازي عباس ابراهيم زاده چې د ((روند ملی عدالت و ازادی)) په نوم د سياسي حرکت رهبري هم کو...