
اسعداباد (پژواک، ٢٥ ورى ٩٥): د کونړ امنيه قوماندان وايي چې پر درېيو ولسواليو يې د وسله والو طالبانو ډله ييز بريدونه پر شا تمبولي او مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولايت پر مرورې، سرکاڼو او شيګل ولسواليو ډله ييز بريدونه وکړل.
هغه زياته کړه چې په بريدونو کې يو پوليس او يو عام وګړى ټپي شوي، خو د پوليسو په ځوابي بريدونو کې ٩ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
دى وايي چې په سيمه کې اوس هم چاڼيز عمليات روان دي.
بلخوا د کونړ د عامې روغتيا سرپرست ډاکتر احسان الله فضلي پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته ټپیان شوي دوه سرتېري او درې عام وګړي ور وړل شوي.
هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوى په يادو بريدونو کې درې پوستې نيولې او پوليسو ته يې درانه زيانونه اړولي دي.
نوموړي د يوه طالب د وژل کېدو او دوو ټپيانو پخلى وکړ.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان