کابل (پژواک، ٢٦ ورى ٩٥): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د اوړو او بورې بيې لوړې شوې، خو د غوړيو بيه راټيټه شوې ده.
د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د لومړۍ درجه ٤٩ کيلوګرامه قزاقستاني اوړو عمده پلور بيه د مارکيت د تقاضا د لوړوالي په سبب له ١٢٢٠ افغانۍ ١٢٣٠ افغانۍ ته لوړه شوې ده.
هغه وويل چې ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره د تېرې پنجشنې په څېر ١٩٢٠ افغانۍ پلورل کېږي او د ٢٥ کيلوګرامه اول سېله پاکستانۍ وريجو بيه ١٦٥٠ افغانۍ ده.
خو نوموړى وايي چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د ١٦ لېتره مومن غوړيو عمده پلور بيه له ١٠٠٠ افغانيو نه ٩٨٠ افغانيو ته را ښکته شوې ده.
فضل الرحمن وويل چې د غوړو بيه د غوړو د وارداتو په سبب ټيټه شوې ده.
په ورته وخت کې د کابل ښار د منډوي يوه چاى پلورونکي احسان الله پژواک ته وويل چې نن هم د تېرو اوو ورځو په څېر د يو کيلو تور افريقايي چاى عمده پلور بيه ٢٤٠ افغانۍ او د يو کيلو شنه مدينه چاى بيه ٢٢٠ افغانۍ ده.
د يو شمېر لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.
د کابل ښار د دهن باغ سيمې د خوراکي توکو يو پلورونکى هارون وايي چې نن د ٤٩ کيلوګرامه بورې پرچون پلور بيه له ٢٠٠٠ افغانۍ نه ٢١٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.
نوموړي وويل چې د بورې د بيې د لوړېدو لامل دا دى چې په مارکېت کې واردات کم شوي او تقاضا زياته ده.
هارون زياتوي چې نن د پنځوس کيلوګرامه لومړۍ درجه قزاقستاني اوړو پرچون پلور بيه ١٣٠٠ افغانۍ، د ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجو بيه ١٨٠٠ افغانۍ، د ١٦ لېتره مومن غوړيو بيه ١١٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٦٠ افغانۍ او د يو کيلو شنه مدينه چاى بيه٢٥٠ افغانۍ ده.
د سون توکو بيې له کوم بدلون پرته پر خپل حال پاتې دي.
د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي وويل چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يو لېتر پټرول تېلو بيه ٤١ افغانۍ او د يوه لېتر ډېزل تېلو بيه ٣٤ افغانۍ ده.
دغه راز د کلوله پشتې بازار يوه ګاز پلورونکي محمد شريف وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه کيلوګرام اوبلن ګازو بيه ٤٠ افغانۍ ده.
د سرو زرو بيې راټيټې شوې دي.
د کابل ښار په تيمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمد فواد وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ٧٩٠ عيار يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٢٥٠ افغانۍ او د ٥٨٥ عيار يوه ګرام روسي سرو زرو بيه د تېرې اوونۍ په څېر ١٨٥٠ افغانۍ ده.
هغه همدارنګه زياته کړه چې نن په کابل ښار کې د يو ګرام کويټي او مصري عيار (٨٨٠) سرو زرو بيه ٢٨٥٠ افغانۍ او د يوه ګرام سنګاپوري عيار (٧٩٠) سرو زرو بيه ٢٣٥٠ افغانۍ ده.
د محمد فواد د معلوماتو پر بنسټ، نن په نړيوالو بازارونو کې يو اونس سره زر په ١٢٣٥ امريکايي ډالرو پلور شوي دي.
د کابل د شهزاده سراى يوه صراف احمدشاه د معلوماتو پر بنسټ، نن هم د تېرې اوونۍ په څېر د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٦٨،٣٥ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٤٣ افغانۍ دى.
برچسب:
نویسنده: کاوه محمدزادگان