د ولسمشریزو ټاکنو معادله- اسمعیل یون

ساخت وبلاگ

لیکوال: استاد اسمعیل یون

تر اوسه لا وخت شته چې سړی په څرګند ډول د ټاکنیزو ټکټونو په باب غوڅ نظر څرګند کړي،خوکوم څه چې لا تر مخه ښکاره دي،هغه په ټاکنو کې د قومیت دعنصر څرګند اغېز دی.دبېلګې په توګه که کرزی او غني اکثریت پښتنو ته منسوب نه وای، نو دا څوکۍ به یې په خیال کې هم نه وه لیدلې،خو د اکثریت پښتنو تر څنګ د نورو قومونو او قومي لږکیو شتوالي هم ټاکنو ته خپل خاص جذابیت ورکړی او د ګټونکي نوماند په ګټه یې د یو کټلیست رول اجرا کړی دی.

ځینې اقلیتونه او د هغوی مشران پر دې نزاکت ښه پوهېږي ،په داسې حال کې چې اکثریت پښتون مېشته سیمې د جګړې په اور کې سوزي او په دې حالت کې د طبیعي ووټ ساحه راتنګېږي، نو داسې شرایط د دوی لپاره یو طلایي چانس دی ،چې خپل قیمت تر اصلي حالته څو ځله لوړ کړي.له دې واقعیتونو سره سره د تاجاکانو په نامه له مطرح شویو ځینو څرګندو څېرو پرته نور قومونه د لومړۍ څوکۍ لپاره سیالۍ ته زړه نه ښه کوي.

په دې کې د پنجشېر درې نظار شورا ډېره زیاته مطرح ده.دوی هم جمهوري ریاست ته کاندید ورکوي او هم احتمالي ګټونکي کاندید سره خپل یو یو مرستیال ملګری کوي.دوی وایي که موږ وګټله نو جمهور رییس به زموږ وي او که مو بایلوله نو مرستیال خو مو تیار خوندي دی.که اوي شوه که للمي ددوی برخه خوندي ده او ددې تر څنګ اپوزېشن هم له لاسه نه ور کوي.د کرزي صیب په دوو دورو کې ما د یو ملتپال افغان په توګه هڅه وکړه چې د جمعیت او نظار شورا دا طلسم مات شي،خو د کرزي صیب په څېر ګڼ شمېر ځانساتو پښتنو سیاستوالو زموږ خېرې ته کوم ارزښت ور نه کړ.

کله چې د کرزي صیب تر دوو دورو وروسته د ډاکټر صیب غني د نوماندۍ وخت را ورسېد نو ما ورته په زغرده وویل چې که د کرزي صیب په شان دې د نظار شورا او یا جمعیت څخه څوک د لومړي مرستیال په توګه راوست موږ دې سر له همدا اوسه مخالف یو او ګټلی یې هم نه شې.ما ورته وویل چې د جمهوري ریاست ټاکنیز ټکټ د یو مثلث بڼه لري، هر چا چې ددې مثلث درې واړه ضلعې د اکثریت پښتنو په ګډون ددوو نورو مطرح قومونو( ازبکو او هزاروو) په استازو ډکې کړې همغه کاندید ګټونکی دی او همدا د ټاکنو سیاسي ریاضي ده.

هغه وخت زما خبرې پر غني او نورو ناستو مصلحتي او ډارنو سیاستوالو ښې و نه لګېدې، خو وروسته یې بیا همدا خبره ومنله. څه موده وروسته ښاغلي غني راته د یوې غونډې دپیل په بهیر کې په غوږ کې په وروو ویل :(( ستا فورمول خو مې عملي کړ ښه فورمل دی اوس خو به مې ملاتړ کوې؟)) هدف مې دادی چې په تېرو ټاکنو کې د غني د بري راز په دې کې و چې د جمعیت د بې رایو مرستیال پر ځای یې د ازبکو رایې را خپلې کړې.دا چې دوستم له اخلاقي او علمي پلوه ددې پوست لپاره څومره وړ و کنه دا بېل بحث دی.خو رايې یې غني ته ډېرې په ګټه وې.

زما خپل هدف هم هغه مهال هم دا و او اوس هم دا دی چې ازبک قوم باید په ټولیز ډول د سیاسي قدرت په دایره کې داخل شي. هدف مې له شخص څخه نه و او نه موږ غوندې خلکو ته د دوستم جرمي سابقه د زغم وړ وه.غني بیا دا مهال له احمد ضیا مسعود سره بله معامله هم روانه کړې وه،هغه سره یې په پټه ددرېیم معاونیت او یا د هغه د معادل پوسټ د جوړولو ژمنه کړې وه.ما همغه وخت دغني خوا ته د احمدضیا مسعود له راتګ سره ځکه مخالفت وښود چې ددې راتګ قیمت خورا زیات او د اساسي قانون له محتوا څخه دسرغړاوي په بیه وو.زه پر دې پوهېدلم چې احمدضیا مسعود لکه څنګه چې کرزي ته رایې را نه وړې دغسې یې غني ته هم نه راوړي ،خو دا څو رايې چې راوړي هم ،دا د ډاکتر عبدالله هغو لسګونو زرو جعلي رایو ته مشروعیت ور کوي چې هغه یې په پنجشېر او نورو تاجک مېشتو سیمو کې د درغلۍ له لارې د ځان په ګټه کاروي.

تر ټاکنو وروسته غني له عبدالله سره ګډ حکومت جوړ کړ ،احمد ضیا ته یې د قانون خلاف خپل امتیازات ور کړل،خو موږ یو ځل بیا د قانون لار ونیوله او تر ننه همدا لاره پالم.اوس چې یو ځل بیا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ټاکنیز ټکټونه خپله بڼه خپلوي، نو دې یادښت لیکلو ته اړ شولم.کله چې خبر شولم چې اتمر صیب په خپل ټکټ کې یونس قانوني ته ځای ور کړی ،نو ما ورته مشوره ور کړه چې قانوني نه یوازې تاته د رایې د راوړنې سبب نه کېږي ،بلکې ستا رايې به خرابې کړي.ما ورته وویل چې دوی یو ځل بیا همغه لوبه تکراروي چې مخکې یې کړې وه ،یو کار چې درې ځله تجربه شي هغه بیا ولې تکرار شي،ما ویل قانوني به درته دومره رایه راوړي لکه انجنیر محمدخان چې ډاکتر عبدالله ته ور کړې وې ،تر هغو به لا هم کمې وي. ځکه تاجک به وایي له اتمر سره خو مو له رایو پرته څوکۍ خوندي شوه اوس نو راځه د ولسمشرۍ لپاره خپل کاندید ته رایه ور کړه.

دې ورځو کې چې یونس قانوني خپل غږیز او بیا ویدیویي پیغام نشر کړ، نو خبره تر مرستیالۍ هم پورته لاړه.هم له اتمر سره اول معاونیت غواړي،هم د جهاد او مقاومت له حوزې یو بل کاندید ودروي،هم د صدارت پوست ایجادوي،هم درېیم معاونیت رامنځته کوي،هم والیان نیمه انتخابي کوي او هم رایې نه ور کوي.نو اوس به څوک وي چې ورته ووایي چې کله هم احمد ولي مسعود ستاسو د جهاد او مقاومت د حوزې کاندید وي خو همغه ښاغلی بریالی کړه ،ټولې غوښتنې مو په یو وار عملي کېږي، نو ضرورت څه دی چې اتمر او غني سره هم یو یو مرستیال پينه کوئ.

کله چې قانوني خپله اعتراف کوي چې د ولسمشرۍ مقام ته نه شي رسېدلی ،نو بیا ولې هغه سره د اکثریت ولس د هیلو خلاف معامله وشی.قانوني خو اتمر صیب له ګړنګونو ګوزار کړ،خو اوس وار د غني صیب دی چې د بل کوم جمعیتي له لاسه به ورته ګوزار خوري.ښاغلي غني خپل مخلوع وزیر( صلاح الدین رباني) ته تر اوسه پورې په لسګونو جرګې ور لېږدلي دي چې د ده مرستیالي ومني، دا چې د هغه مرستیالي به پښتنو ته په څومره سرټيټۍ او هېواد ته به په څومر قانون ماتونې تمامه شي دا به څو ورځې وروسته روښانه شي.همدا رنګه له عبدالله سره هم د معاملې څرکونه ښکاره کېږي.اوس د نتیجې په توګه وایم هر کاندید چې له جمعیت او نظار شورا سره د خپل قدرت لپاره معامله کوي له دې وطن سره خیانت ګڼل کېږي. جمعیت او نظار شورا په افغاني سیاست کې یوه منفي پدیده ده او دا چې له هرې بلې مثبتې پدیدې سره یو ځای شي هغه پر منفي پدیدې بدلوي.

نو غني او یا اتمر که غواړي په ټاکنو کې بریالي شي او یا په لومړي او دویم مقام کې راشي ،نو له ازبکو ،هزاره وو او یا نورو ورونو قومونو څخه دې غوره اشخاص د مرسیتالانو په توګه غوره کړي.احمدولي مسعود ،قانوني ،صلاح الدین ،نور ،جمعیت او نور تاجک ورونه دې دا ځل پرېږدي چې له کوم تشویش او ابهام پرته د خپلې خوښې خپل کاندید ته رایه ورکړي او تر ټاکنو بل ښه بدیل خو لا دا دی چې ټول په ګډه د سولې لپاره کار وکړو.،هر چا که په افغانستان کې سوله ټینګه کړه له ووټونو پرته هغه د خلکو په زړونو ولسمشر دی،هم محبوب دی،هم اتل دی او د ابدي عزت څښتن.نورې خبرې بیا بله لیکنه کې. خو په پای پای کې د غني او اتمر له اورپکو پلویانو هیله کوم چې ډېره ګرمه او ډېره سړه یې مه خورئ چې دواړه حالته ستوني ته زیان رسوي ، داشخاصو پر ځای دسستمونو او قانون ملاتړ وکړئ ،راځئ څوک چې له قانونه سرغړاوی کوي مخه یې ونیسو.زموږ د خلاصون لار قانون دی، د قانون پلي کېدنه او قانونپالنه.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 304 تاريخ : شنبه 22 دی 1397 ساعت: 3:13