که غواړئ ښې مېرمنې شئ دا سپارښتنې ومنئ

ساخت وبلاگ

ژباړه: بشر دروېش

ګډ ژوند ګډ او متقابل تعهدات غواړي. که ښځینه غواړي چې ښې مېرمنې و وي او په ښه ډول د خپل ژوند د ملګرو زړونه لاسته راوړي، دا لارې چارې باید په پام کې ونیسي:

مینه مو څرګنده کړئ
د ژوند ملګری مو خوښیږي؟ په څنګ کې یې امنیت او خوښي محسوسوئ؟
که هو نو مینه مو ورسره په تمامه مانا څرګنده کړئ. نارینه له ښځې بل هیڅ نه غواړي، یوازې همدا غواړي چې مینه ترلاسه کړي.
نو تاسې دا غوښتنه ور پوره کړئ.
البته د مینې څرګندول په دې مانا نه دي، چې هره ورځ د مینې ورځ ورسره ونمانځئ. د مینې د څرګندولو لپاره هره ټولنه، کورنۍ خپلې لارې چارې لري.
په خبرو، پخلي ، د کور نظافت او د خاوند عاطفي ضرورتونو ته له پوره پاملرنې سره دا مینه څرګندولای شئ.

ژوره اړیکه رامنځته کړئ
د ژوند ملګري باید دومره ژوره اړیکې سره ولري، چې د خبرو، حرکاتو، د څېرې بڼې او نورو مرموزو ځانګړنو څخه یو په بل پوه شي او په هماغه ډول لازم چلند ورسره وکړئ.
تاسې هم باید د خپل خاوند په دغو خصوصیاتو سم وپوهیږئ او په تمامه مانا درک یې کړئ.

ملاتړ یې وکړئ
وايي د هر بریالي نارینه شاته د یوې ښځې لاس وي. تاسې هم هڅه وکړئ چې د ژوند د ملګري ترشا كلک ودریږئ څو یو بریالی انسان شي.
هغه وهڅوئ، په کارونو کې لازمه مرسته ورسره وکړئ، رواني ډاډ ورکړئ څو هغه یو بریالی انسان وي.

د شخصبت درناوی یې وکړئ
په کورني ژوند کې د یو بل شخصیت، افکارو او کارونو ته درناوی خورا ضرور دی.
نارینه دا توقع له خپلو مېرمنو څخه خورا زیاته لري، چې د شخصیت درناوی یې وکړي او داسې څه ترې ونه شي چې د دوی د شخصیت توهین ګڼل کیږي.

علاقه مندۍ یې وستایئ
هرانسان خپل ذوق او شوق لري. ستاسې د ژوند ملګری هم کیدای شي داسې موسیقي، هنر، ادبیات او نورې سرګرمۍ خوښې کړي، چې ستاسې خوښ نه وي.
خو د هغه ذوق ته باید احترام ولرئ.

یوازې توب یې وزغمئ
ځینې وخت انسان یوازې توب ته اړتیا لري. پریږدئ چې د ژوند ملګری مو له دغه حالته خوند واخلي. په کوم وخت کې چې غواړي ځانته وي، نه باید مزاحمت ورته وشي.

ورته غوږکیږدئ
په ښځو تور دی، چې یوازې خپله وایي د بل نه اوري. د خپل ژوند ملګری باید واورئ او په دې ډول د مهموالي احساس ورکړئ.

بې ځایه دعوې مه کوئ
د ښځو زیات خوښیږي، چې په هره موضوع کې بحث وکړي، نظر ورکړي او زیات وغږیږي.
د نارینه وو بیا دا عادتونه زیات بدې شي. تاسې تر ممکنه حده هڅه وکړئ چې دغه عادتونه پریږدئ.

واقعي او ریښتینې اوسئ
ځينې مېرمنې تر یوه وخته د زیات ښه والي، ډېر مخلص والي او نور زیات ښه والي اکټونه کوي.
دا ښه پایله نه لري. د ژوند ملګري ته له پیله ځان هغسې وښيئ، چې یاست.

با نظمه اوسئ
د نارینه وو داسې مېرمنې خوښیږي، چې منظمې وي، هم د کور، هم د ماشومانو، هم د ژوند د ملګري پوره خیال وساتي او هم یې ځانته توجه وي.
که داسې نه وئ، سخته ده چې د ژوند ملګری درنه پوره او سم خوشاله شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 258 تاريخ : پنجشنبه 6 دی 1397 ساعت: 13:16