که بدلون غوښتونکي شئ، دا ګټې به وکړئ

ساخت وبلاگ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

بدلون و کول اول کې خوندور کار نه بریښي، د هر چا خوښېږي، چې د خپلې هوساینې او آرامتیا په کړۍ کې پاتې شي، حتا خپله د بدلون کلمه هم له ځانه سره د آرامتیا، هوساینې او خوندیتوب ژور حس لري، خو د دې پروسې په ترڅ کې بدلون را څرګندېږي، چې موږ د خپلې هوساینې او آرامتیا له کړۍ څخه بهر کوي.

بدلون د ژوند یوه برخه ده او موږ ټول ورسره مخامخ کېږو، که څه هم ځینې بدلونونه ګټور دي، خو موږ تر ډېره د بدلون په لړ کې له ستونزو سره مخامخ کېږو، چې زموږ لپاره په زړه پورې نه ده، له ښه مرغه بدلون کول سخت کار نه دی، کولای شو په آسانۍ سره یې را منځته کړو. یو ځل چې بدلون ته د یوې ګټورې مقولې په توګه وګورئ، نو له ګټورو پایلو څخه یې حیرانېږئ. په دې ځای کې ۷ دلیلونه بیانوو، چې ولې په ژوند کې د بدلون رامنځته کول، ګټور کار دی.

۱ ـــ بدلون له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو وده وکړئ و
بدلونونه تر ډېره موږ دې ته اړ کوي، ترڅو له هغو شرایطو سره، چې هېڅکله مو نه دي تجربه کړي موافق شو، هغه شرایط، چې کولای شي، د فردي او حتا مسلکي پراختیا اصلي سرچینه وي.

۲ ـــ بدلونونه تاسو ته در زده کوي، چې انعطاف منونکي واوسئ
هڅه وکړئ، چې د بدلون مقولې ته د داسې یو څه په سترګه وګورئ، چې تاسو له ستړې کوونکې تګلارې او د ژوند له یو شان توب څخه خلاصوي. د بدلون له کړنو او له هغو سره په مخامخ کېدو سره دا زده کوئ، ترڅو د خپلو کارونو په ترسره کولو کې انعطاف منونکي واوسئ، دا کار له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو مثبت لید ولرئ.

۳ ـــ بدلون کولای شي، ستاسو ارزښتونه او باورونه وننګوي
د بدلون پر وړاندې غبرګون ښودل، تر ډېره د بیا ارزونې سبب ګرځي. دا پروسته ستاسو لپاره ډېره زیاته ګټوره ده. د بېلګې په توګه: که چېرې تاسو ډېر زیات مذهبي واوسئ، اړینه نه ده، چې خپل ایمان له لاسه ورکړئ، خو که چېرې چمتووالی ولرئ، ترڅو له ستونزو سره د مقابلې نوې لاره خپله کړئ، نو دې پایلې ته رسېږئ، چې یوه موضوع په لاس درځي. کولای شئ، ښه او غوره تصمیمونه ونیسئ او له ستونزو سره په مخامخ کېدو سره له اغېزمنو لارو څخه کار واخلئ، ورو ورو کولای شي، په ډېرې آسانۍ ستاسو باور پیاوړی کړي، په هرصورت کې تاسو پیاوړي کېږئ.

۴ ـــ ترڅو چې بدلون رامنځته کولو ته اړ نه شئ، د پیاوړو ټکو بدلون یا په بل تعبیر ستاسو وړتیاوې نه څرګندوي
هېڅکله به ونه شئ کولای، ترڅو د خپلو پیاوړو ټکو واقعي کچه ونه سنجوئ. ستاسو پیاوړي ټکي، له نویو او جذابو شرایطو سره په همغږۍ کې شاملېږي.

۵ ـــ بدلون په تاسو کې د زړه خوږي حس را ژوندی کوي
کله چې تاسو په ښو شرایطو کې واوسئ او هوساینې احساس وکړئ، په دې باندې پوهېدل، چې نور په څه وضعیت کې دي، سخته ده، مګر بدلون تاسو ته د دې یادونه کوي، ترڅو په غوره توګه د نورو حالت درک کړئ او په هغوی باندې مهربان واوسئ.

۶ ـــ بدلون موږ د تکراري کارونو له شر څخه ژغوري
بدلون بد عادتونه له منځه وړي، البته ځینې عادتونه، لکه: مسواک وهل او د غاښونو وینځل ښه او ګټور دي، خو ځینې عادتونه کولای شي، یو کس په ستړي حالت کې وساتي او حتا د اروایي فشار او خپګان سبب یې شي. د عادتونو په پرېښودو او په ژوند کې د بدلون په رامنځته کولو سره ذهن فعال پاتې کېږي او افکار یو ځل بیا تمرکز ته اړ کوي، نو له دې امله ذهن فعال پاتې کېږي او په منفي افکارو کې نه راښکېل کېږي.

۷ ـــ بدلون تاسو ته فرصتونه ډالۍ کوي
بدلون کولای شي، تاسو لپاره فرصتونه رامنځته کړي، چې اغېزه یې دوه برابره ده. تاسو ته ډېرې لارې درښیي، چې په خوب کې مو هم نه دي لیدلي، نو له دې امله کولای شئ، په خپل ژوند کې د خوښۍ او اعتماد حس را منځته کړئ، لکه هر نوی عادت، بدلون هم تمرین ته اړتیا لري، د خپلو بدلونونو لېست ترتیب کړئ، وروسته له دې، چې له کوم بدلون سره مخامخ کېږئ، چې په تاسو کې اروایي فشار را منځته کوي، له هغه څخه راوتلی شئ، له هغه څخه کار واخلئ، ترڅو هغه مثبتې اغېزې، چې بدلون کولای شي نه یوازې ستاسو پر ژوند، بلکې ستاسو پر شاوخوا خلکو باندې یې هم وښندي، په ښه توګه ووینئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 278 تاريخ : دوشنبه 3 دی 1397 ساعت: 19:34