کلکته کوم افغان لوبغاړی غواړي؟

ساخت وبلاگ

ليکنه: مدثر دعوت

د هندوستان پريمر ليګ لپاره نن بولۍ ترسره کيږي،او ۸ افغان, لوبغاړي ورته شارټ ليست سوي دي.


شهزادمحمدي، قيس احمد، شفيق الله شفق، ګلبدين نايب، ظاهرخان، حضرت الله ځاځی، کريم جنت او سيدشيرزاد هغه لوبغاړي دي چي شايد د بیلابيلو لوبډلو له لوري به واخيستل سي.

د باليووډ باچا شاهرخ خان هم د کلکتې لوبډلې خاوند دی.

کلکته, نايټ رايډرز لوبډلي چي دوه ځلي يې ددې ټورنمينټ اتلولي ګټلې د راتلونکي پړاو هندوستان پريمرليګ لپاره يې افغان لوبغاړي غوښتي.

کلکتې لوبډلي پر خپلي فيسبوک پاڼي ليکلي:
د کلکتې لوبډلي افغان مينوالو،تاسو چي تربل هرچا خپل لوبغاړي ښه پيژنئ،موږ ته وواياست چي موږ کوم افغان لوبغاړی, د راتلونکي پړاو IPL لوبو لپاره دځان سره واخلو؟

پر دې پوسټ تر ۳۰۰۰ ډيري نظريې ورکول سوي او هرچا بيل بيل لوبغاړي ياد کړي،خو تر ټولو ډيرو د حضرت الله ځاځي او محمدشهزاد نومونه ليکلي دي.

خو ايا کلکته به د افغانانو دغو نظرونو ته ترجیح ورکړي؟
هلمند کي ورزشي خبريال خپلواک دريځ وايي: سمه ده چي خلک غواړي شهزاد يا هم حضرت ځاځی دي د يادي لوبډلي سره ولوبيږي خو کلکته چي د توپوهني له اړخه خورا قوي ده،په اوپنينګ کي دځان سره کريس لين او سونيل نارين لري، وروسته خپله لوبډلمشر دنيش کارتيک او روبين اوتاپا دي، رانا چي ميډل ارډر لوبغاړی دی او همدا شان شوبمن ګيل او رسل ورسره دي، نو په دې دليل حضرت ځاځي او شهزاد ته د بيټينک په برخه کي هيڅ اړتيا نه ليدل کيږي.

دريځ وايي ډير امکان سته چي سيدشيرزاد به ياده لوبډله واخلي،ځکه سيدشيرزاد په افغانستان پريمر ليګ او لس اووريز ليګ کي په خورا ښه ايکانومۍ او ښه پوم کي توپ اچوونه کړې، د دوی تيزه توپ اچوونه د راتلونکي لپاره ډيره کمزورې ده،مثال يې ميچل سټارک او ميچل جانسن ورسره نسته اوس يوازي ورسره انډر رسل دی چي هغه هم الراونډر دی.

قيس احمد او ظاهرخان ځکه نه اخلي چي کلکته کلديف ياداو او پيوش چولا له ځان سره لري،دسپينر توپ اچوونکو په برخه کي لوبغاړو ته اړتيا نلري.

د کرکيټ مبصر مجتبی محمدي وايي: په تجارتي ليګونو کي هره لوبډله غواړي له ځانه سره الراونډر لوبغاړي ولري مطلب داچي که ښه توپ اچوونه ونه کړي نو بيا په توپوهنه کي ښه ځليږي،ددوی اصلي هدف به ګلبدين نايب وي، نوموړی د ښې توپوهني ترڅنګ غوره توپ اچوونه هم ترسره کوي،چي په سلو يا چينج افيس کي هم ښه تجربه لري.

ورزشي خبريال احمدمسعود بيا وايي: کلکته ډيره ليواله ده چي حضرت ځاځی واخلي،د حضرت ځاځي ۶ شپږيزي،په افغان پريمرليګ کي يې ښه لوبه کول او په لس اووريز ليګ کي يې ځليدل زما په نظر په بولۍ کي د اخيستلو يو لوی دليل دی،او داچي کلکته دځان سره غوره ویکټ ساتونکی لري نو شهزاد ته اړتيا نلري او دتوپ اچووني په برخه کي هم خاليګا نه مالوميږي.

په کندهار کي ورزشي خبريال فضل الله فضلي وايي:شهزادمحمدي لپاره د پنجاب لوبډلي هم نظر پوښتنه کړې شايد هغوی يې واخلي،حضرت ځاځی هم توپوهونکی دی او ورسره کلکته ورو توپ اچوونکو ته هم اړتيا نلري نو زما په نظر سيدشيرزاد به ددوی اصلي هدف وي.

محمدنبي،راشدخان او مجيب الرحمن به په راتلونکي پړاو هندوستان پريمر ليګ کي د خپلو پخوانیو لوبډلو سره وي.

خو ستونزه داده چي د ۲۰۱۹ز کال IPL لوبو به مينځ کي د هندوستان عمومي ټاکني هم پيليږي شايد دا ليګ داځل په عربي اماراتو کي ترسره سي،او داچي نړيوال جام ته هم لږ وخت پاته دی ځيني هيوادونه به خپل لوبغاړي دې ليګ ته وانه ستوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 561 تاريخ : سه شنبه 27 آذر 1397 ساعت: 12:16