د فراه شېبکوه ولسوالۍ پرته له جګړې طالبانو نیولې

ساخت وبلاگ

فراه, (پژواک، ٢١ لېندۍ ٩٧): د سيمې اوسېدونکي وايي، امنيتي ځواکونو نن سهار د فراه د شېبکوه, ولسوالۍ, پرېښوده او دا مهال د ولسوالۍ مرکز د طالبانو, په لاس کې دى، خو امنيه قومانداني دغه څرګندونې نا سمې بولي.

د شېبکوه ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي حميدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دولتي ځواکونو نن سهار دغه ولسوالۍ له جګړې, پرته, طالبانو پرېښوده.

هغه چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه يې خبرې کولې وويل چې دا مهال د ولسوالۍ په مرکز کې دي او له خلکو سره انځورونه اخلي.

د طالبانو وياند قاري محمد یوسف احمدي هم وايي، شېبکوه ولسوالي چې له درېیو میاشتو راهیسې د طالبانو تر  محاصرې لاندې وه، نن سهار د طالبانو لاسته ولوېده.

هغه ويلي چې دا مهال د ولسوالۍ مرکز، امنيه قومانداني او د خاد ریاست د طالبانو په لاس کې دي.

خو د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب دغه څرګندونې ردوي او وايي چې ولسوالي د دولتي ځواکونو په لاس کې ده.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 227 تاريخ : چهارشنبه 21 آذر 1397 ساعت: 16:46