ولسمشر: د هندوانو او سکانو ټولو ستونزو ته د رسېدنې لپاره دې ځانګړى ادرس ايجاد شي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٧): ولسمشر, غني د هندوانو, او سکانو, ټولو, حقوقي او د ځمکو د غصب قضيو ته د رسېدنې, لپاره, دې د ځانګړي ادرس, جوړولو لارښوونه وکړه.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د افغان هندوانو او سکانو له یو شمېر استازو سره په ارګ کې وکتل.

سرچينه کاږي، په پیل کې سندپال سنګ او چرَن سنګ خوستي د نورو افغان هندوانو او سکانو په استازیتوب خبرې وکړې او له ولایتونو څخه یې کابل ته د هندوانو او سکانو د قضایاوو د لېږد، په کابل کې د درمسال شاوخوا ځمکو د غصب د مخنیوي، د هندوسوزان د ستونزې د حل، په ننګرهار ولایت کې د استوګنې د ۱۶۰ او په لته بند سیمه کې د ۳۶۰ نومرو د تسلیمولو چې هندوانو او سکانو ته په پام کې نیول شوي، هغو هندوانو او سکانو ته چې د دویم هېواد تابعیت یې ترلاسه کړی، د افغانستان د ویزو د وېش ستونزې د حل او د یوه سناتور او سلاکار وزیر د انتصابولو په برخو کې خپلې ستونزې او وړانديزونه له ولسمشر سره شریک کړل.

سرچينه زياتوي، محمد اشرف غني د افغان هندوانو او سکانو حضور د افغانستان د ویاړلي تاریخ برخه وبلله او ويې ویل، هندوان او سکان له کلونو راهیسې په دې خاوره کې مېشت دي او په بېلابېلو وختونو کې یې فعال اقتصادي رول لرلی دی.

نوموړي د هندوانو او سکانو قضایاوو ته نه رسېدنه د زغم وړ ونه بلله او لارښوونه یې وکړه چې د هندوانو او سکانو ټولې حقوقي او د ځمکو د غصب قضیې دې له ولایتونو څخه کابل ته راولېږدول شي او د لوی څارنوال او د هېواد د قاضی القضات په مشوره دې یادو ستونزو, ته د رسېدنې په موخه یو ځانګړی ادرس ایجاد شي.

دغه راز ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ته لارښوونه وکړه چې د مخکيني ولسمشر د فرمان له مخې دې په ننګرهار ولایت کې هندوانو او سکانو ته د استوګنې ۱۶۰ نومرو موضوع تعقیب او د دوی د ځمکو له غصبولو څخه دې مخنیوی وشي.

غني د هندوسوزان ستونزې ته په اشارې وویل: "تاسې پر یوې دستګاه هوکړې ته ورسېږئ، حکومت چمتو دی مالي لګښت یې ورکړي، دغه راز به د هندوانو او سکانو لپاره د یوه مشاوریت پر ایجاد هم غور وشي."

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 329 تاريخ : دوشنبه 19 آذر 1397 ساعت: 21:39