هغه لوبډلمشران چې هيڅکله په صفر ندي سوځېدلي

ساخت وبلاگ

ليکنه: مدثر دعوت

ټيسټ د کرکټ هغه برخه ده چې د ډير احترام او باور وړتيا لري.
هغه کرکټران چې د خپل هيواد لپاره په ټيسټ کې لوبيږي نسبت نورو لوبغاړو ته ډير زغم لري، غوره لوبه ترسره کوي او کولای شي د کرکټ په نورو اړخونو کې په ډيرې اسانۍ سره خپله لوبډله دبريا لوري ته بوځي.

ټيسټ د زغم لوبه ده، په ساعتونو ساعتونو به د کرکټ د پوره امکاناتو سره يوځای په لوبغالي کې لوبه ترسره کوې، کيدای شي ډير شديد لمر وي او يا هم ډيرظالم يخ وې، خو سپین لباس به دې ترهغې په تن وي ترڅو چې لوبه پای مومي.

په ټيسټ کې چې څومره هيله د ډيرو منډو څخه لرې په هماغه اندازه به د خپلي ویکټ خيال هم ساتې ځکه توپونه زياته دې خو ستا ویکټه يوه ده.

د ۱۸۷۷ز کال راهيسي په ټيسټ کرکټ کې ډير زيات ريکارډونه جوړ سوي،چې ځيني يې دلوبډلو لپاره شرموونکې، او ځيني لوبډلې بيا وياړ پرې کوي.

د انګلیستان په وړاندې په ۲۰۰۴ز کال کې د براين لارا ۴۰۰ ناسوځيدلې منډي، د جق کاليس ۱۰۰۰۰ منډي او ۲۵۰ وکټي، د سريلانکايي موطيا موراليتارن ۸۰۰ وکټي، او په ۱۹۵۵ز کال کې د انګليستان له لورې په ۳۰ منډو کې د نيوزلينډ ټوله لوبډله سوځيدل يې مثالونه دي.

دلته ځيني داسي لوبغاړي هم سته چې په لومړۍ او دويمه دواړو پاړيو کې په صفر سوځيدلي، خو ځيني داسي کرکټران بيا سته چې هيڅکله ندي سوځيدلي او ورسره يې ښې منډې هم کړيدي.

تاسو په دې ليکنه کې هغه لوبډلمشران پيژندلای سئ چې هيڅکله په صفر منډو ندي سوځيدلي، او هيڅ توپ اچوونکې يې د مسلک تر وروستيو په سوځيدلو ندی توانيدلی.

۱ـ هيربيرټ کولينز (اسټراليا)

هيربيرټ کولينز د ۱۹۲۰ز کال څخه تر ۱۹۲۶ز کال پوري ۱۹ ټیسټ لوبې ترسره کړيدي.

ده د ټيست پيل د انګليستان پر وړاندي وکی چې د هماغې لومړنۍ لوبې په دويمه پاړۍ کي يې ۱۰۴ منډ وکړلې.

دی پنځم اسټرالياوی وو چې په خپله لومړنۍ لوبه کي سليزه وهي.

هيربيرټ په ۳۱ پاړيو کې په ۴۵،۰۶ اوسط سره ۱۳۵۲ منډې ترسره کړيدي.

دده لوړې منډي ۲۰۳ دي چې په هماغه سريز کې يې د سويلي افريقا په وړاندې په ۶۰،۸۸ اوسط سره ۵۴۸ منډې ترسره کړلې،او دوې سليزي پکښې شاملي وې.

کولينز په خپل مسلک کې ۴ څلور سليزي وهلي او شپږ نيمه سليزي، خو هيڅکله يې توپ اچوونکی په سوځيدو ندی بريالی سوی.

په ۱۹۲۶ز کال کې کله چې انګليستان په ۲۸۹ منډو استراليا ته ماتې ورکړل نو هيربيرټ کولينز هم د لوبډلمشرۍ سره دخدای په اماني وکړ.

۲ـ ډيويډ لاوډ هاوټن (زيمبابوې)

ډيويډ لاوډ هاوټن تر انډي پلاور وروسته د زيمبابوې ترټولو غوره لوبغاړی وو.

دی د زيمبابوې لومړنی لوبډلمشر دی چې په ټيسټ کي يې ترټولو ډيرې منډي کړيدي.

ډيويډ په ۱۹۹۵ز کال کې دسريلانکا په وړاندې ۲۶۶ منډي ترسره کړلې.

ده په خپل مسلک کې ۲۲ لوبې ترسره کړي چې په ۴۳،۰۵ اوسط سره يې ۱۴۶۴ منډې کړي، څلور سليزي او او څلور نيمه سليزي پکښې شاملې دي.

د ډيويډ د ۱۴۶۴ منډو ريکارډ ته چې يو ځل هم ندی سوځيدلی، هيڅ يوه لوبډلمشر او لوبغاړي ځان ندی رسولی.

د مخه تر دې چي هاوټن نړيوال کرکټ ته راسي د زيمبابوې د هاکي په ملي لوبډلې کې وو، او د ګول ساتونکي دنده يې په غاړه وه.

دده د ګول ساتنې تاثر په کرکټ کې ورسره ډيره مرسته وکړه، د ډيويډ په څير بل هيڅ لوبغاړی نسوای کولای چې په سليپ کې تر ده غوره ډګرساتنه وکړي.

۳ـ وقارحسن (پاکستان)

د هندوستان په امريتسر کې زيږدلی وقار حسن د پاکستان په لوبډلې کې د بحراني حالاتو د بدلوونکي لوبغاړي په حيث راڅرګندېدی.

وقار د خپل نړيوال کرکټ پيل په ۱۹۵۲ز کال کې د هندوستان په وړاندې وکړ،چې هماغه مهال دی ۱۷ کلن وو.

ده په هماغه سيريز کې په ۴۴،۶۲ اوسط سره ۳۵۷ منډي ترسره کړلې،چې د دواړو لوريو ترټولو ډيري منډي وې.

وقارحسن د خپل مسلک په دوران کې ۱۲ ټيسټ لوبې ترسره کړي چې په ۳۱،۵ اوسط سره يې ۱۰۷۱ منډي ترسره کړلې.

ده په لاهور کې د نيوزلينډ په وړاندې ۱۸۹ منډې وکړې او لوبه يې خپل هيواد ته وګټله.
خو دده دمسلک د پای ترشيبو هيڅ يو لوبغاړی په دې ونه توانيدی چې وقارحسن يوځل هم وسوځوي.

۴ـ جيوف رابون ( نيوزلينډ)

جيوف رابون الراونډر لوبغاړی وو، ده کله کله نيمه تيزه توپ اچوونه، ليګ بريک توپ اچوونه او د سليپ يو غوره ډګرساتونکی هم وو، خو دا يوازي په ۷۶ پړسټ کلاس لوبو کې.

دی دنيوزلينډ لپاره دپنځو کلونو لپاره لوبيدلی خو پدې کمه موده کې يې ډيري دپام وړ لوبي يې ترسره کړيدي.

رابون ۱۲ ټيسټ لوبې ترسره کړي،او په لومړۍ لوبه کي يې د سويلي افريقا په وړاندې سليزه ترسره کړې.

جيوف په يوه لوبه کې د ۶۸ منډو په ورکولو سره ۶ ویکټې ترلاسه کړې او ۵۶ منډي يې کړيدي.

وروسته تر هغې چې جيوف رابون د نړيوال کرکټ څخه تقاعد سو، د لنډي مودې لپاره د اکلينډ لوبډلي سره ولوبيدی،او ترهغې وروسته بيا د ملي لوبډلي لپاره د سليکشن کميټې مشر وټاکل سو.

۵ـ بريجيش پټيل (هندوستان)

بريجيش پټيل په کورني کرکټ کې يو غوره لوبغاړی وو،خو د ملي لوبډلې سره يوازې د ۵ کلونه لپاره پاتې سو،او ويې کولای سول چې په ۲۱ ټيسټ لوبو کې په ۲۹،۴۵ اوسط سره ۹۷۲ منډي وکړي.

د ويسټ انډيز په وړاندي يې ۱۱۵ منډي ترسره کړلې، پداسي حال کې چې دسونيل ګواسکر سره يې پر پنځمه وکيټه د ۲۰۰ منډو ملګرتيا جوړه کړل.

پټيل په پړسټ کلاس لوبو کې ۱۱۹۱۱ منډي کړي چې ۳۷ سليزي او ۵۵ نيمه سليزي پکښې شاملي دي.

تر نړيوال کرکټ وروسته د ملي لوبډلې د سليکشن کميټې مشر او وروسته د ملي لوبډلې د اکاډمۍ رئيس وټاکل سو.

۶ـ جيمز بورک (اسټراليا)

جيمز هغه لوبغاړی دی چې په نړيوال کرکيټ کي يې ۴۴ لوبي ترسره کړي خو بيا يې هم توپ اچوونکې په سوځولو نه دې توانيدلي.

جيمز د نړيوال کرکټ په ۲۴ټيسټ لوبو کې ۱۲۸۰ منډي کړي،چې ۳ سليزي او ۵ نيمه سليزي پکښې شاملي دي.

دده لوړي منډي ۱۸۹ دې چې په کپ ټاون کي يې د سويلي افريقا په وړاندي کړيدي.

جيمز بورک په پړسټ کلاس کرکټ کې ډيري حيرانونکي لوبي ترسره کړي.

ده په پړسټ کلاس کرکټ کې په ۱۳۰ لوبو کې په ۴۵ اوسط سره تر ۷۰۰۰ ډيري منډي ترسره کړي،چې ۲۱ سليزي او ۳۵ نيمه سليزي پکښې شاملي دي.

جيمز په پړسټ کلاس لوبو کې ۱۰۱ ویکټې هم ترلاسه کړيدي.

که څه هم جيمز بورک په نړيوال کرکيټ کې ۱۲۸۰ منډي کړي وې او ۳ سليزي، ۵ نيمه سليزي هم پکښې شاملي وې، خو هيڅ يو توپ اچوونکی په دې ونه توانيدی چې حداقل يوځل يې هم وسوځوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 399 تاريخ : دوشنبه 15 مرداد 1397 ساعت: 0:36