عبدالله: د مور په شیدو تغذیه، د ماشومانو او ټولنې سلامتي تضمینوي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ١٤ زمرى ٩٧): اجرائيه رئيس له ديني عالمانو، ځوانانو، مدنې ټولنو وغوښتل چې د مور په شيدو د ماشوم د تغذيې پيغام ټولو هېوادوالو ته ورسوي.

نوموړي دغه غوښتنه نن د مور له شیدو د ماشوم د تغذیې د اونۍ په نمانځغونډه کې وکړه.

اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې ماشوم ته د مور د شیدو په ورکړې اسلام هم ټینګار کړی او ویې ویل، چې په طبي علومو کې هم د مور د شیدو اهمیت ځانګړی دی او هېڅ خواړه د مور د شیدو بدیل نه شي کېدای.

د هغه په وينا، د مور د شیدو اغېز د ژوند د تکامل په بېلابېلو پړاوونو کې اغېز لري او هغو ماشومانو ته چې د مور شیدې په وخت او کافي ډول نه وي ورکړل شوي، د ژوند په اوږدو کې له بېلابېلو نه جبرانېدونکو ستونزو سره مخامخ وي.

ده زیاته کړه، د مور په شیدو تغذیه یواځې د انسان د سم او روان سلامتي نه ده، بلکې دا د ټولنې او هېواد سلامتي هم تضمینوي او په وینا یې، چې په اوسنۍ جګړه هم د مور په شیدو د ماشومانو د نه تغذیه کېدل اغېز لري؛ ځکه هغه ماشومان چې د مور په شیدو تغذیه شي، له عاطفې، مینې او خلوص نه ډک وي؛ خو د مور په شیدو عدم تغذیه تاوتریخوالی زېږوي.

اجرائيه رئيس وویل، دا د ټولو مسوولیت دی چې د دې پيغام په رسولو کې مرسته وکړي، څو ټول وګړي د مور په شیدو د ماشوم د تغذیې په اهمیت وپوهېږي.

نوموړي له دیني عالمانو څخه د مننې ترڅنګ چې په دې برخه کې یې تبلیغات کړي، له ځوانانو، مدني ټولنو، سیمه ییزو شوراګانو، دولتي او غیر دولتي ادارو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې تبلیغات وکړي او د مور په شیدو د ماشوم د تغذیې پيغام ټولو افغانانو ته ورسوي.

عبدالله له دولتي او غیر دولتي ادارو څخه وغوښتل چې د ولادت او ماشومانو ته د مور د شیدو د ورکړې قانوني وقفې رعایت او ورته زمینه سازي وکړي.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز، د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري، د کرنې، اوبو لګول او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني، په افغانستان کې د یونیسف او روغتیا د نړیوال سازمان استازو هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د مور په شیدو تغذیه به ماشومان او ټولنه له ډېرو ستونزو څخه وژغوري.

د روغتیا وزیر له ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي، څو ماشومان د مور په شیدو تغذیه شي او له هر ډول پوډري شیدو څخه مخنیوی وشي.

هغه زیاته کړه، چې هېڅ ډول ټلویزوني اعلان باید د خلکو ذهن منحرف نه کړي او میندې باید ماشومانو ته تر شپږ میاشتینۍ یواځې د مور شیدې ورکړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 321 تاريخ : دوشنبه 15 مرداد 1397 ساعت: 0:36