محمد نبي وايي؛ په پرونۍ توپوهنه مې د زړه بړاس ووت!

ساخت وبلاگ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي الراونډر محمد نبي عیسی د انګلستان په بلاسټ ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د خپلې چټکې بهترینې لوبې پرمټ لیسټر شایر لوبډله بریا ته ورسوله.

افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل د لیسټر شایر لوبډلې په ګټه د لینکا شایر خلاف په سیالۍ کې لمړی خپل ۴ اورونه ترسره کړل، چې د ۳۱ منډو په ورکولو سره یې کومه ویکټ ترلاسه نکړه، خو په توپ وهنه کې یې د لیسټر شایر لوبډلې بریا یقیني کړه.

د لیسټر شایر خلاف د لینکا شایر لوبډلې د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ډیویس د ۹۴ منډو پرمټ ټولې ۱۹۰ منډې جوړې کړې او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۹۱ منډو هدف ورکړ.

د توپوهنې ویډیو؛

د لیسټر شایر لوبډلې لخوا د لوبې په ځوابي توپ وهنه کې کې افغان لوبغاړي په ۳۲ بالونو د ۸ شپږیزو او ۴ څلوریزو پر مټ ۸۶ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې او لوبډله یې بریا ته ورسوله.

 افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې او په نړیوال کرکټ کې مشهوره الراونډر محمد نبي عیسی خیل د انګلستان په ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د دوه نورو افغان لوبغاړو راشد خان او مجیب ځدران سره یو ځای ګډون کړی دی، چې پکې دی تر نورو ښه ځلیدلی دی.

د انګلستان د بلاسټ په نوم ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې محمد نبي عیسی خیل د لیسټر شایر، راشد خان د سسیکس او مجیب ځدران د همپشایر لوبډلې لپاره لوبیږي.  

دا لمړی ځل دی، چې د انګلتسان په ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې ۳ افغان لوبغاړو ګډون کړی دی او د بېلابیلو لوبډلو لخوا لوبیږي.

د ټولنیزو رسینو یوه فعال اباسین حرکت شینواري د محمد نبي د ټویټ یو سکرین شاټ راخیستی او ورسره یې لیکلي: ملي لوبډلې دوو لوبغاړو راشد خان او ګلبدین نایب، محمد نبي ته د ښې لوبې مبارک ورکړې چې محمد نبي بیرته ورته په ځواب کې لیکلی چې (ایله مې د زړه بړاس وویستو)

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 374 تاريخ : شنبه 13 مرداد 1397 ساعت: 23:49