له اختر وروسته د وزن کمولو ساده لارې

ساخت وبلاگ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

که دغه سپارښتنې عملي کړئ ژر مو وزن کمولی شئ.
په ډېر احتمال سره د اختر د روخصتیو پر مهال مو وزن ډېر شوی دی. د دې ساده لارو په وسیله کولی شئ ژر مو وزن کم او کنټرول کړئ.

اوبه ډېرې وڅښئ
ډېری چاغ کسان د لوږې او تندې تر منځ دومره توپیر نه شي کولی، کله چې وږي شوی اوبه وڅښئ. د ډېرو اوبو څښل په ژر ډنګرېدو کې در سره مرسته کوي.

پر ځان ډېره سختي مه راولئ
په ټوله ورځ کې یوازې دوه غذایي وعدې د نورو ورځو په پرتله کمې کړئ. ډېری کسان هڅه کوي پر ځان ډېر فشار راولي، ان یو څاښت ډوډۍ نه خور تر څو یې وزن کم شي. خو که تاسو له دې وړاندې پنځه ځله خواړه خوړل، دو برخې ترې کمې کړئ، ارو مرو به ژر ډنګر شئ.

غذایي وعدې مو کوچنۍ کړئ
د څېړنو له مخې هغه کسان چې په ورځ کې پنځه ځله خواړه خوري تر ټولو ښه وزن لري. سپک خواړه د دروغجن مړښت لامل کېږي، مانا دا چې ژر مړېږئ، انرژي لوړوي، فکر مو ښه کوي او د بدن په جوړښت او اوبدل کېدو کې در سره مرسته کوي.

له خوړو مخکې تر لسو حساب وکړئ
د څېړنو له مخې ځینې خواړه دومره خوند لري او خلک یې خوړلو ته لېواله وي، چې ان په خوله کې د ژولو پرمهال یې انسان په خپل بدن کې چاغښت احساسولی شي. که له دا ډول خوړو سره مخ کېږی، مخکې له دې چې خوړل یې پیل کړئ تر لسو حساب وکړئ تر څو مو تلوسه ورته کمه شي.

د وزن کمول مو موخه وګرځوئ
د تغذیې د برخې متخصصین په اونۍ کې نیمه یا یوه کیلو وزن کمول ډېر بولي. دوی وايي، کله مو چې د بدن پنځو کیلو وزن له لاسه ورکړ، ښه ده چې تر شپږو میاشتو پورې بیا خپل وزن وساتئ

ترخه سس خورئ
د مایونز سس پر ځای تریخ سس وخورئ او یا له مایونزسس سره یو څه ګډ کړئ.
نوشابه مه خورئ

د هغه نوشابو او څښاکو پر ځای چې ډېره کالري لري، سالم څښاک وکاروئ.

پروتین زیات اخلئ
د څېړنو له مخې د پروتینو زیات کارول تاسو ته د مړښت احساس درکوي. خو پام مو وي، چې افراط په کې ونه کړئ.

خواړه په کرارۍ وخورئ
د حرکت او ملاستو پر مهال خواړه مه خورئ. ځکه دغه څه د دې لامل کېږي، چې ډېر خواړه وخورئ او پرې پوه نه شئ. کله چې تاسو د مېز پر سر پر لوښو تمرکز کوئ لږ خواړه خورئ.

سټرېس مو له منځه یوسئ
د امریکایي څېړونکي وایي هغه مېرمنې چې سټرېس لري زیات غوړ خواړه خوري. کله چې انسان سټرېس ولري، په بدن کې یې د کورتیزول هرومن ترشح کېږي. د کورتیزول او انسولین ګډ ترکیب انرژي د لوږې لپاره زېرمه کوي. هغه ده چې وزن مو زیاتېږي. نو که غواړئ وزن مو کم شي، سټرس مو له منځه یوسئ. ورزش کول او ځینې ځانګړي تنفسي حرکات د سټرېس له منځه وړو کې در سره مرسته کوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 344 تاريخ : يکشنبه 27 خرداد 1397 ساعت: 16:28