د فوټبال نړیوال جام سیالۍ هم نن پیلیږي 

ساخت وبلاگ

د ۲۰۱۸ م کال د فوټبال نړیوالې شورا فدراسیون یا فیفا د فوټبال نړیوال جام سیالۍ نن رسمآ پیلیږي، چې په لمړۍ لوبه کې کوربه د روسیې لوبډله د سعودي عربستان خلاف سیالي ترسره کوي.

 د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي د ماښام په ۷ بجو او ۳۰ دقیقو سره پیل کیږي، چې پکې دواړه لوبډلې د الف ګروپ څخه ګډونوالې دي.

د ۲۰۱۸ م کال د فیفا د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د ورسیې په کوربه توب سره ترسره کیږي، چې پکې ۳۲ لوبډلې ګډونوالې دي.

 د فوټبال نړیوالې شورا فدراسیون یا فیفا د معلوماتو له مخې، د نړیوال جام دغه سیالۍ به د روسیې په ۱۲ سټیډیومونو کې ترسره شي.

 د فیفا د رسمي ویب پاڼې د معلوماتو له مخې د سبا ورځې په ۳ لوبو کې به د الف یا A ګروپ څخه مصر د یوروګوايي، B ګروپ څخه موراکو د ایران او پرتګال د هسپانیې سره بخت وازمايي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پړاو نړیوال جام ګټونکې لوبډلې ته به د ۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو جایزه، دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته د ۴۰ میلیونه او هره لوبډله چې په دې جام کې ګډونواله ده، هغې ته به د دوه نیم میلونه امریکايي ډالر جایزه ورکول کیږي.

 د فوټبال نړیوال جام دا سیالۍ به د راتلونکې جولايي میاشتې تر ۱۵ مې نېټې پورې به د ۳۲ ورځو لپاره دوام وکړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 320 تاريخ : پنجشنبه 24 خرداد 1397 ساعت: 17:16