هیبت الله د ټرمپ پر وړاندې؛ امریکا به له طالبانو سره مذاکرات وکړي؟

ساخت وبلاگ

آخرین مطالب

امکانات وب

د وسله والو طالبانو مشر ملا هیبت الله پخپل اختریز پيغام کې له امریکا متحده ایالاتو څخه غوښتي، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې مستقیمو مذاکراتو ته حاضرشي. هیبت الله په دې ډول یو ځل بیا د طالبانو هغه همېشنی دریځ تکرار کړی، چې دوی له افغان حکومت سره نه؛ بلکې له متحده ایالاتو سره په طرف کې دي او له همدغه هېواد سره د خپلې روانې جګړې د پای ته رسولو په اړه مذاکرات کوي .

ښاغلي هیبت الله دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د روژې له اووه ویشتمې نېټې څخه د کوچني اختر ترپينځمې پورې د اوربند اعلان کړی .

په ورته وخت کې وسله والو طالبانو هم د کوچني اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړی دی .

طالبان ولې له امریکا سره مستقیمې خبرې غواړي، دوی په دې ډول کوم رول تکراروي ؟
تر دې مخکې د طالبانو دې غوښتنې ته امریکا څومره پاملرنه کړې وه ؟
امریکا به له طالبانو سره د سولې مستقیمې خبرې وکړي ؟
که یې نه کوي، طالبانو ته بالآخره څه په خیر تمامیږي ؟
په دې لیکنه کې به هڅه وکړو، چې دې پوښتنو ته ځوابونه ومومو:

ولې له امریکا سره خبرې ؟
وسله وال طالبان، چې افغانستان د امریکا له لورې یرغمل شوی هېواد ګڼي او ظاهراً یې له یوې نیمې لسیزې راهیسې روانې جګړې ته په دغه نوم توجیهات لټولي، په څو دلایلو له امریکا سره د سولې د مستقیمو مذاکراتو غوښتنه کوي .یو دلیل دا دی، چې طالبان عملاً په اوسنۍ جګړه کې هغه رول ترسره کوي، یا هغه رول پرې جبراً تپل شوی، کوم رول چې د پخواني شوروي د ځواکونو له وتو وروسته پاکستان پر افغان جهادي تنظیمونو تپلی و.

هغه مهال تراوس لا د پاکستان رول څرګند او تر دې حده و، چې په نړیواله کچه د افغان جهادي تنظیمونو استازیتوب هم تر ډېره پاکستاني چارواکو کاوه .په هغه وخت کې د پاکستان ټینګار دا و، چې افغان جهادي تنظیمونه باید د افغانستان د حکومت پرځای په مستقیمه توګه له شوروي اتحاد سره د سولې خبرې وکړي .البته هغه مهال دا توقع تر یوه ځایه ممکنه هم وه، ځکه شوروي اتحاد هم په نړیوال سیاست او هم په افغانستان کې ماتې خوړلې وه .هغه مات شوي قوت ته ښاییده، چې د افغانستان د بحران حلیدو یا لږ ترلږه په دغه بحران کې د خپل رول ختمولو لپاره هر ډول ممکنې غوښتنې ومني .

له دې ډول مستقیمو خبرو څخه د پاکستان موخه دا وه، چې په دې مذاکراتو کې په لویه کچه پر شوروي خپلې ځینې غوښتنې ومني او په دې ډول نړۍ ته خپله سیمه ییزه زبرځواکي څرګنده کړي .د شوروي او جهادي مشرانو د مستقیمو خبرو له ټینګار څخه یو هدف دا هم و، چې د افغانستان د هغه وخت حکومت په قاطع ډول د شوروي لاسپوڅی وښودل شي او په راتلونکي سیاسي ډګر کې په دې پلمه د هر ډول پاکستان ضدو عناصرو د حضور مخنیوی وشي.

طالبان، چې د ډېرو په باور په اوس وخت کې تر ډېره د پخوانیو جهادي مشرانو په شان د پاکستان په انحصار کې دي، له امریکا سره د مستقیمو خبرو له ټینګار سره عیناً هماغه د پخوانیو مجاهدینو رول لوبوي .خو دوی او پاکستان دواړه په دغه محاسبه کې تېروتي دي .په دې دلیل چې متحده ایالات یوازینی هېواد نه دی، چې په افغانستان کې پوځي او سیاسي حضور لري.

افغانستان د دغه هېواد په مشرۍ د څه باندې دوه څلویښتو مطرحو هېوادونو له هر اړخیز ملاتړ څخه برخمن او حتا پاکستان د طالبانو د رامنځته کوونکي او همېشني مدافع هېواد په توګه په ښکاره ډول د افغانستان د اوسني نظام او دلته د نړیوالې ټولنې د حضور مخالفت نه شي کولای .

سربېره پردې متحده ایالاتو او متحدین یې سره له دې چې ګڼې ضمني ستونزې به لري، خو نه یې په افغانستان او نه یې په نړیواله کچه ماتې خوړلې ده .همدا ډول د افغانستان اوسنی نظام او د هغه وخت شوروي پلوه نظام هم ډېر توپیرونه سره لري، اوسنی نظام سره له ټولو نېمګړتیاوو د انتخابي حکومتونو د دوام لړۍ او له ملي او نړیوال مشروعیت څخه برخمن دی .په دې او نورو دلایلو د دې پرځای، چې دغه نظام د پاکستان یا خپلو وسله والو مخالفینو په وسیله منزوي شوی وي؛ برعکس توانیدلی چې پاکستان او خپل وسله وال مخالفین په اخلاقي او نورو لحاظونو منزوي او ځان ترې مقتدر وښيي .

د کرزي د حکومت پرمهال د امریکا او طالبانو نیږدې والی؛
طالبانو د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال هم د افغان حکومت پرځای په مستقیم ډول له امریکا متحده ایالاتو سره د سولې مذاکراتو غوښتنه کوله . هغه مهال ظاهراً امریکا داسې ښوده، چې د طالبانو دغه غوښتنه مني، خو بیا هم یقني نه وه، چې دې غوښتنې ته غاړه کیږدي. د افغانستان د مخکیني حګومت او امریکا ترینګلو اړیکو ته پام سره په ډېر ګومان په قطر کې طالبانو ته د سیاسي دفتر له پرانیستو او د خپل یوه سرتېري د خوشې کولو په اړه له طالبانو سره مستقیمو خبرو ته د امریکا چمتووالی پر خپل منتقد متحد ( حامد کرزي) د امریکا یو ډول سیاسي فشار و .

ښاغلی کرزی سره له دې، چې دغه مهال امریکا چندان ډېر ارزښت نه ورکاوه، خو د طالبانو د قطر دفتر د پرانیستو له بڼې( پر دفتر د طالبانو د بیرغ له لګیدو سره) مخالفت یې په عاجل ډول د دغه دفتر د تړل کیدو سبب شو .

وروسته سره له دې، چې ښاغلي کرزي د هغه دفتر د تړل کیدو لوی دلیل د خپل فشار قوت باله، خو واقعیت دا و چې له دې کار سره امریکا د دفتر پرانیستو د څرنګوالي په اړه خپله تېروتنه جبرانوله .امریکا پوهیده، چې که دا دفتر ونه تړي او د افغان حکومت پرځای خپله له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي، په دې ډول به د نورو زیانونو ترڅنګ د طالبانو هغه ادعا ریښتینې کړي، کومه چې په افغانستان کې د امریکا او نړیوالې ټولنې حضور ته د تیري په اړه لري .

امریکا به مستقیمې خبرې وکړي ؟
د دې پوښتنې ځواب تر ډېره( نه) ځکه دی، چې اوسنی حکومت له امریکا سره خورا نیږدې اړیکې لري، تردې چې په ترینګلو شرایطو کې د دغه حکومت د جوړیدو طرحه امریکا وړاندې او د رامنځته کیدو د هوکړه لیک سیاسي ضامن یې شو .امریکا د پورتنیو ذکر شویو دلایلو ترڅنګ له دې کبله هم له طالبانو سره مستقیمو خبرو ته نه حاضریږي، چې د افغانستان په ملي کچه دا کار د ملي یووالي حکومت حیثیت او مشروعیت ته جدي خطر ګڼي .

سربېره پردې د شرایطو له تغیر سره د پاکستان ترڅنګ ایران او پاکستان ته له وسله والو طالبانو څخه د جدي ملاتړ ګوته نیول کیږي، امریکا چې تقریباً په عین حال کې له درېیو واړو دغو هېوادونو سره یې اړیکې ښې نه دي پوهیږي چې له وسله والو طالبانو سره مستقیمو مذاکراتو ته غاړه ایښودل ورته په خاص ډول په اوسنیو حالاتو کې ډېر لوړ قیمت لري . امریکا به درک کړې وې، چې پاکستان په روانه جګړه کې د خپلو ستراتیژیکو او نورو موخو او ایران او روسیه له امریکا څخه په نورو سیمو کې د خپلو بایللو ګټلو د غچ اخیستو لپاره په افغانستان کې د دغه هېواد پر وړاندې طالبان حمایه کوي .

په دې اړه ډېر نور دلایل هم شته، چې له وسله والو طالبانو سره د امریکا د مستقیمو خبرو وړاندوینه او غوښتنه کمزورې کوي .

طالبان څه وکړي ؟
د افغانستان سوله اوس په یوه سراسري ملي، سیمه ییز او نړیوال غږ بدل شوی، طالبان که یې زړه وي کنه، مجبور دي چې یا دې غږ ته غاړه کېږدي او په جګړه کې ترې رامنځته شوې ټولې نارضایتۍ جبران کړي او یا د خپلو بهرنیو ملاتړو په اشاره له مخته تلو سره خپلې حتمي انزوا ته غاړه وځي .

که طالبانو ته د خیر مسئله یادول اړین وي، هغه په مستقیمه توګه له افغان حکومت سره خبرې دي . د دې خبرو ګټور توب ممکن طالبانو ته له حکومت سره د درې ورځیني اختریز اوربند په اړه له پراخ ملي او نړیوال هرکلي سره ثابت شوی وي . دا ډله که غواړي د پخوانیو مجاهدینو د سیاسي بایلې په شان د تاریخ له یوې ترخې تجربې څخه ژغورل شوې وي، ورته لازمه ده چې ملي روغې جوړې ته چمتووالی وښيي . که داسې ونه کړي کیدای شي په ډېرو دلایلو دوی هم د جګړې او هم د سیاست په برخه کې له سختو بایلو سره مخ شي .

طالبان به جګړه ځکه وبایلي، چې جګړه یې ورځ تربلې له ولسي مخالفت سره مخ کیږي او هم د جګړې په میدان کې د نړیوالې ترهګرۍ اړوند داسې لوبغاړي پیدا شوي، چې هم د طالبانو نابودي غواړي او هم د دوی د منزوي کولو ترڅنګ د دوی په نوم ډېر داسې څه کوي، چې د دوی نسبي محبوبیت ته هم تاوان رسوي .

د طالبانو سیاسي بایله د جګړې په دوام کې په دې یقیني کیږي، چې د جګړې د ناروا توب په اړه د زرګونه دیني عالمانو له فتوا او د دې جګړې له کبله له ورځ تربلې ملکي زیانونو څخه وروسته نور د جګړې د ملاتړ لپاره هیڅ کوم دلیل نه دی پاتې، همدا وجه ده چې د طالبانو ترمنځ انشعاب د زیاتیدو په حال کې دی او ځینې ډلې یې له حکومت سره د سولې خبرو ته حاضرشوي دي .
که د دوی ځینې ډلې له حکومت سره د سولې غوښتنې ته غاړه ږدي، د جګړې په ډګر کې پاتې کړۍ به یې خامخا یوه ستره سیاسي ماته تجربه کوي !

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

...
نویسنده : کاوه محمدزادگان بازدید : 23 تاريخ : پنجشنبه 24 خرداد 1397 ساعت: 17:16

close
تبلیغات در اینترنت