د نوي کور جوړولو په اړه څو سپارښتنې!

ساخت وبلاگ

د اباسین بهیر لیکنه

1. د کور نقشه په انجنير جوړه کړئ، عام ټيکه دار یوازې د ساختمان جوړولو ماهر دی، تخنيکي پوهه او درايت نه لري. ځينې کورونه چې د ټیکه دار په لارښوونه جوړ شوي د سیخ او سېمټو بېخ يې په کې ايستلی او ان له نظامي تاسيساتو يې هم ډېر درانه (د وزن له پلوه) او مقاوم جوړ کړي او ځینې نور یې برعکس د مقاومت له پلوه کمزوري جوړ کړي.

2. که کور څو منزله وي (له یو منزل څخه زیات وي) نو د ساختماني موادو لابراتوار سره اړیکه کې شئ چې د تهداب د خاورې ټسټونه او تخنيکي ارزونه وکړي یانې تاسې ته به د خاورې د برداشت مقاومت پیدا کړي چې له مخې یې د تهداب ډول او ابعاد پيدا کېږي.

3. د لابراتوار راپور نقشه جوړوونکي انجنير ته ورکړئ چې تاسې ته د تهداب، پايو، بيمونو او سلب ابعاد په اقتصادي او مقاوم ډول محاسبه او برابر کړي.

4. د نقشې جوړولو پر وخت انجنير ته خپلې غوښتنې ووايئ، د ټيکه دار او د کور د مشر یا یوه غړي نقشه مه منئ سبا به ورسره په تکليف ياست.

5. د تهداب لاندې د خاورې د طبقاتو په اړه د انجنير مشوره له پامه مه غورځوئ.

6. په تعمير کې نيمه تهکاو په نسبي توګه د ژمي ګرم او د اوړي يخ وي، که وس لرئ نو جوړ يې کړئ.

7. له نقشې جوړولو وړاندې په انجنير باندې خپل ځای له نږدې وګورئ تر څو د لمر ختو/ پرېوتو او د باد جهت په پام کې ونيول شي، که تعمير په سمه توګه جهت يابي نشي نو سبا به د روښنايۍ او تهويې له ستونزو سره مخ ياست.

8. د احاطې له دېوالونو څخه د تعمير فاصله لږ تر لږه اويا سانتي په پام کې ونيسئ تر څو له يوه تعميره بل ته غږ په اسانۍ لاړ نشي او د اورلګېدو په وخت کې د اور انتقال په اسانۍ سره ترسره نشي.

9. د کوټو اندازې مناسبې په پام کې ونیسئ، ډېرې وړې کوټې مو په درد نه خوري او لویې کوټې هم ستونزې لري یوه یې داده چې په ګرمه او سړه هوا کې یې سړول او ګرمول سخت وي.

10. د تعمیر دباندني/ بیروني دېوالونه د یوې نیمې یا دوو خښتو نه جوړ کړئ او د دوو خښتو ترمنځ پینځه او یا تر پینځو سانتي زیاته فاصله پرېږدئ او دې خلا کې د کاک تختې کېږدئ تر څو په سړه او ګرمه هوا کې دباندنۍ تودوخه په دنننۍ هغې تاثیر ونه کړي او یا یې تاثیر کم شي. په دباندنیو دېوالونو کې دا تختې د حرارت ښه عایق دي.

11. د ناستې ولاړې لپاره هال د تعمیر منځ کې مه جوړوئ ځکه د کوټو او نورو اسانتیاوو لاره پرې تېرېږي، یو طرف ته یې جوړ کړئ چې سمه او مسترحه ګټه ترې واخلئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 274 تاريخ : پنجشنبه 6 ارديبهشت 1397 ساعت: 18:02