د چين سفارت د کابل له يوې يتيم خانې سره مرسته وکړه

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٦ غويى ٩٧): په کابل کې د چين سفارت د شمسا په نامه له يوې يتيم خانې سره د تدريسي توکو مرسته وکړه.

په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د چين سفير لیو جنګسن (Liu Jingson) افغان او د يادې يتيميانې مسوولينو او يو شمېر يتيمانو برخه اخيستې وه.

د چين سفير چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې دلته دنده ترسره کوي، پر دې پوه شوی چې افغانان ډېر مېلمه پاله او د دوستۍ خلک دي.

هغه زياته کړه، ډېر وياړي چې د شمسا له يتيم خانې سره د تدريس په برخه کې مرسته کوي.

نوموړي خوښي څرګنده کړه چې چين له افغانستان سره د لومړيو مرستو تر څنګ د بيارغاونې په برخه کې هم له پخوا مرستې کوي او ژمنه يې وکړه چې په دې برخه کې به خپلې مرستې جاري ساتي.

د شمسا يتيم خانې رييسې مريم د چين له حکومت او په کابل کې د چين سفارت له مشرتابه مننه وکړه.

هغه افغانستان او چين په سيمه کې دوست، ملګري او ښه ګاونډي هېوادونه ياد کړل  او هيله يې څرګنده کړه چې چين له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

مېرمن مريم وويل چې دا مهال په شمسا يتيم خانه کې ۱۳۰ بې سرپرسته يتيمان اوسېږي او له تېرو لسو کلونو راهيسې د يتيمانو پالنه کوي.

د يتيمانو له ډلې  ١٦ کلنې فرېما پر شوو مرستو خوښي وښوده او د چين له حکومته يې مننه وکړه چه تل يې له دوى سره مرستې کړې دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 227 تاريخ : پنجشنبه 6 ارديبهشت 1397 ساعت: 18:02