د پکتيکا پوهنتون د ليليې ودانۍ د جوړېدو چارې په ټپه ولاړې دي

ساخت وبلاگ

ښرنه (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٧): د پکتيکا پوهنتون د ليليې ودانۍ د جوړېدو چارې چې دوه کاله مخکې پيل شوې وي، د نامعلومو دلايلو له امله يې کار په ټپه ولاړ دی.

د پکتيکا ولايت د پوهنتون رييس پوهنمل علي جان عادل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه کاله وړاندې د دغه  پوهنتون د ليليې د ودانۍ چارې دلاليزي شرکت له لوري پيل شوې وې، خو په هماغه وخت کې له ډېر کم کار وروسته يې چارې په ټپه ولاړې دي.

هغه زياته کړه، دغه ودانۍ د ۲۸ ميليونه افغانيو په لګښت د لوړو زده کړو وزارت له لوري جوړېږي، چې قراردادي شرکت يې يواځې شل سلنه کار کړی دی.

د ده په خبره، په دې اړه يې د لوړو زده کړو وزارت، قراردادي شرکت، قومي مشرانو او ولايتي ادارې سره خبرې کړي، خو تر اوسه يې د حل کوم څرک نه لګېږي او نه هم قراردادي شرکت غواړي کار وکړي.

د پوهنتون رييس وايي، ياد قراردادي دوه ځله د پوهنتون د ليليې لپاره بند سردې او پي ار ټي سره نږدې سيمو کې کارونه پيل کړل او درېيم ځل يې له پوهنتون سره په خوا کې چارې پيل کړې، خو اوس قراردادي نه غواړي چې د دې ودانۍ چارې مخ ته يوسي.

دى زياتوي، د دې ودانۍ لپاره د وزارت له خوا منظور شوې بوديجه هم ښايي لغوه شي.

يوه محصل منور مبارز، پژواک سره په خبرو کې وويل چې د پکتيکا پوهنتون د ليلې ودانۍ چارې په ټپه ولاړې دي، په دوو کلونو کې د پوهنتون او ولايتي اداره ونه توانېدل چې د پوهنتون د ليليې ودانۍ کارونه بشپړ کړي.

ده زياته کړه، د يادې ليليې د جوړېدو چارې دوه کاله وړاندې پيل شوې وې، خو اوس يې يواځې ۲۰ سلنه کار شوی دى.

نوموړي له دولت څخه غوښتنه وکړه چې قراردادي شرکت دې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي او د کار د ځنډ پوښتنه دې ترې وشي، ترڅو د ودانۍ د جوړېدو برخليک معلوم شي.

د ځوان پارلمان استازي عبدالحق فقيرزاده هم وويل چې د لوړو زده کړو وزارت او ولايتي اداره دې په ګډه دې ستونزې ته حل لاره ولټوي، ترڅو د ليليې ستونزه هواره او محصلين د استوګنې مناسب ځای ولري.

د پکتيکا د والي وياند محمد الرحمن اياز پژواک سره په خبرو کې ومنله چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د پوهنتون د ليليې د ودانۍ د جوړېدو چارې په ټپه ولاړې دي.

د ده په خبره، ولايتي ادارې دغه موضوع له لوړو زده کړو وزارت سره تعقيب کړې او غواړي حل لار ورته ولټوي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ياد شرکت نظر ولري، خو مسوولينو يې له نظر ورکولو ډډه کوله.

د پکتيکا پوهنتون چې شپږ کاله مخکې يې په فعاليت پيل کړى، د ښوونې او روزنې او کرنې دوه پوهنځي لري او ۱۷۴۲ محصلين په کې زده کړې کوي.

 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 202 تاريخ : شنبه 1 ارديبهشت 1397 ساعت: 17:57