د شارخ خان لوبډله د ای پي ایل لوبو د جدول سر ته ورسیده

ساخت وبلاگ

د هندوستان پریمیر لیک سیالیو ۱۵مه سیالي د راجستان رویلیز او کلکته نایټ رایډرز تر منځ تر سره شوه چې کلکتې لوبډلې وکولی شول په دغه سیالۍ کې د راجستان لوبډلې ته په اوو ویکټو ماته ورکړي.

کلکته لوبډله په دغې ګټې سره د ای پي ایل د سیالیو مخکښه شوه.

راجستان رویلیز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې دواړه د فلمې ستورو لوبډلې دي، یوه یې د شارو خان او بله یې شلپا شټي پورې تړاو لري.

د دغه سیالۍ پچه د کلکتې لوبډلې وګټله، خو خپله یې توپ وهنه غوره کړه او توپ وهنې لپاره راجستان ته بلنه ورکړه.

که څه هم د راجستان لوبډلې لپاره یې لوبډلمشر اجینکا رهاني او پيلیز توپ وهونکي اسټرلیاوي شارټ ښه پيل ورکړ، خو وروسته نورو لوبغاړو ونشو کولی د کلکتې لوبډلې د توپ اچوونکو په وړاندې ښه لوبه تر سره کړي.

رهاني ۳۶ منډې وکړي او اسټرلیاوي شارټ بیا په ۴۴ منډو وسوځېده.

له دوی دواړو وروسته جاس بټلر یوازینی لوبغاړی و چې ویې کولی شول خپلې منډې تر ۲۰ ورسوي، نوموړي ۲۴ منډې وکړي او ناسوځېدلی له میدانه ووته.

د مقابلي لوبډلې لخوا ځوان نتیش رانا او کورن ښه توپ اچوونه وکړه او دواړو دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول، چاوله، کولدیوو یادوو او ماوي هم د راجستان د یو ـ یو لوبغاړي په سوځېدو وتوانېدال.

راجستان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې نایټ رایډرز لوبډلې ته د اتو ویکټو په زیان سره ۱۶۰ منډې وکړي.

په مقابل کې، که څه کلکتي لوبډلې اسټرلیاوي کریس لین په صفر وسوځېده، خو ویسټ انډیزي سونیل نارین او هندوستاني روبین اوتاپا ښه توپ وهنه وکړه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله، خو د دوي تر سوځولو وروسته بیا ځوان نتیش رانا او د کلکتي نايټ رايډرز لوبډلمشر دانش کارتیک هم ښه توپ وهنه وکړه او تر پایه ونه سوځېدل.

سونیل نارین ۳۵، روبین اوتاپا ۴۸ ، نتیش رانا ۳۵ او دانش کارتیک ۴۲ منډې جوړې کړې.
د راجستان لوبډلې لخوا ځوان کرشپنا ګوتم یوازینی توپ اچوونکی و چې د مقابلې لوبډلې دوه لوبغاړي یې وسوځول، بل هیڅ بالر ونه توانېده چې کوم لوبغاړی له میدانه پاویلین ته ولیږي.

کلکتي لوبډلې ورکړل شوی هدف په د ۱۹م اورو په وروستي توپ پوره کړ او لوبه یې په ۷ ویکټو وګټله.
د همدې لوبې په ګټلو سره کلکته لوبډله د اوس لپاره د هندوستان پریمیر لیک سیالیو په نوملړ کې اول ځای ونیوه.

کلکتې لوبډلې په پنځو سیالیو کې دوه بایللي او درې یې ګټلي چې د اوس لپاره په شپږو پوانټونو د جدول په سر کې ځای لري.

په دغه جدول کې سنرایزر حیدراباد دویم، کینګز ایلیون پنجاب دریم، چینایې سوپر کینک څلورم، راجستان رویلیز پنځم، ممبئ انډین شپږم، رویلیز چلینجر بنګلور اوم او تر ټولو وروستی یې ډیلي ډریډویلیز لوبډله ده.

ټاکل شوې د همدغه سیالیو په لړ کې نن پنجشنبې په ورځ د سنرایزر حیدراباد او کینکز ایلیون پنجاب لوبډلې سیالۍ وکړې.

په دواړو لوبډلو کې افغان لوبغاړي شتون لري، پنجاب لوبډلې سره ځوان مجیب الرحمن دي، خو د سنرایزر لوبډله بیا محمد نبي عیسی خیل او راشد ارمان له ځانه سره لري.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 211 تاريخ : پنجشنبه 30 فروردين 1397 ساعت: 21:48