هغه بال چې پرې اوټیدل، ټوله لوبډله له فشار او ان ناکامۍ سره مخ کولی شي !

ساخت وبلاگ

ليکنه: مدثر دعوت

د ټيسټ لوبې په لومړي توپ سره د توپوهونکي سوځېدنه د توپوهونکي ترڅنګ ټوله لوبډله ترفشار لاندې راولي، او مرال يې کمزوری کيږي.

ټيسټ، د حوصلې لوبه ده او توپوهونکي په کې په ساعتونو ساعتونو لوبه ترسره کوي،هيڅکله لږ غلط توپ هم نه لوبوي.

د کرکټ اساس او بنسټ هم همدا ټيسټ تشکيلوي.

په هرډول لوبه کې هر وخت قوي او پياوړي توپوهونکي د اوپنرانو په حيث ټاکل کېږي، خو کله چې د هغوی څخه يو هم په لومړي توپ له لوبغالي څخه ووځي، دا خپله د يوې لوبډلې لپاره لويه ستونزه جوړېدلای شي.

ځيني شايد دا فکر کوي چې ايا دا به کوم کرکټران وي چې په ټيسټ کې په لومړي توپ سوځېدلي؟ خو دا عمل ۳۱ ځلي تکرار شوی دی.

دلته ډېر غوره توپوهونکي شته چې په ټيسټ کې په لومړي توپ سوځېدلي دي او دغه لوبغاړي په نړيواله سطحه ډېر مينوال لري، تاسو هم دغه ليکنه ترپايه ولولئ او وګورئ چې کوم کرکټران د ټيسټ په لومړي توپ سوځېدلي دي.

۱ـ سونيل ګواسکر

ګواسکر په ټيسټ لوبو کې د خپلي لوبډلې لپاره ډېرغوره اوپنر ثابت شوی دی.
ده په خپل مسلک کې د ۱۹۷۱ز کال څخه تر ۱۹۸۷ز کال پورې غوره او نوې توپوهنه وړاندي کړېده.

د ټيسټ په لومړي بال په صفر سوځېدنه هم د ګواسکر د ټيسټ له ريکارډونو څخه ده.

ګواسکر په ټيسټ کې په لومړي توپ ۳ ځلي په صفر سوځېدلی دی چې دا بدبخته ريکارډ تر اوسه بل هيڅ کرکټر ندی مات کړی.

په لومړي ځل ګواسکر په ۱۹۷۴ز کال کې د انګليستان په وړاندې په هغه سريز کې چې هندوستان په کې ۳ واړه لوبې وبايللې، د جيوف ارنولډ په واسطه په لومړي توپ وسوځېد.

هماغه دويمه ټيسټ لوبه هندوستان د ۷۸ منډو په توپير انګليستان ته وبايلله.

دويم ځل په ۱۹۸۳ز کال کې کله چي هندوستان د ويسټ انډيز سره په ايډين ګارډن لوبغالي کې لوبه ترسره کوله او ۱۰۰۰۰۰ تماشه چيان راغلي ول، سونيل ګواسکر د مکولم مارشل په لومړي توپ سره وسوځېد.

هماغه لوبه هندوستان په ۴۶ منډو ويسټ انډيز ته وبایلله.

په دريم ځل کله چې هندوستان له پاکستان سره په ۱۹۸۷ز کال کې دريمه ټيسټ لوبه په جيپور کې ترسره کول، عمران خان په خپل لومړني توپ سره وکولای شول چې سونيل ګواسکر په صفر وسوځوي.

هماغه لوبه بې پايلي اعلان شوه.

۲ـ کريس ګېل

د ويسټ انډيز ډېر پياوړی اوپه ډېر لنډ وخت کې د شهرت څخه برخمن کرکټر کريس ګېل به داسې څوک وي چې نه يې پېژني؟

ګيل هغه وخت تر ټولو ډېر مشهوره شو چې ټيسټ ته راغی او په يوه لوبه کي يې ۳ سليزي ترسره کړې.

د ګېل لباس دده د ۳۳۳ منډو شاهدي ورکوي.

دا تعجب کوونکې ده چې د ګېل غوندې يو لوبغاړی په لومړي توپ سره سوځېږي، خو دا د ګېل سره وشول.

په ۲۰۱۰ز کال کې ويسټ انډيز د سريلانکا په وړاندې دريمه ټيسټ لوبه ترسره کول، په داسي حال چې تېرې دواړه لوبې يې بې پايلې اعلان شوي وې، په دې لوبه کې کريس ګېل د سرنګا لاکمل له لوري په لومړي توپ وسوځول شو.

دده تر سوځېدلو وروسته ويسټ انډيز په لومړيو کې په ستونزه کې شو، خو وروسته بيرته عادي حالت ته راوګرځېد.

د باران د اورېدلو له کبله پايلوبه هم بې پايلي پايته ورسېدل.

۳ـ سانات جاياسوريا

د سريلانکا پياوړی اوپنر توپوهونکی جاياسوريا د خپل هيواد لپاره يو غوره توپوهونکی ثابت شوی دی.

ده هم په ټيسټ کې ډېر وخت خپل مسلک ته ادامه ورکړه او په غوره توپوهنه سره يې خپلې لوبډلې ته ښې لوبې ترسره کړيدي.

په ۱۹۹۹ز کال کي سريلانکا د اسټراليا سره په ټيسټ لوبه جاياسوريا د ګلين مکګرات په لومړي توپ سره ايج شو،او د مارک واح له لوري کېچ کړل شو.

په هماغه لوبه کي ټاس سريلانکا ګټلی وو او د توپوهنې پرېکړه يې کړې وه.

۴ـ ګاري کيرسټن

مخکي له دې چي یو بريالی روزونکی شي، د سويلي افريقا پخوانی توپوهونکی ګاري کريسټن يو له ډېرو غوره اوپنرانو څخه وو.

دغه کيڼ لاس توپوهونکي د دفاع خورا ښه تخنيک درلود، د يوې ښې توپوهوني وړتيا يې درلوده او خپله ویکيټ يې په ډېرې اسانۍ سره دلاسه نه ورکوله.

په ۱۹۹۹ز کال کي د ويسټ انډيز غوره توپ اچوونکي کورټلي امبروس وکولای شول چې په څلورمه ټيسټ لوبه کې د ګاري کيرسټن وکيټ په لومړي توپ سره ترلاسه کړي.

سويلي افريقا د لوبې پچه وګټل، خو دوی په لومړي توپ سره خپل اوپنر توپوهونکی له لاسه ورکړ.

سويلي افريقا دغه ټيسټ لوبه په ۱۴۹ منډو وګټل،او ويسټ انډيز دهماغه سريز ۵ واړه لوبې وبايللې.

۵ـ هيربرټ سوکليف

هيربرټ د انګلستان پخوانی غوره اوپنر توپوهونکی وو.

ده د انګليستان لپاره د ۱۹۲۴ز کال څخه تر ۱۹۳۵ز کال پورې په خپل ۱۱ کلن مسلک کې په خپل تخنيکي توپوهني سره ډېر بريالی وو.

هيربرټ په ۵۴ ټيسټ لوبو کې په ۶۰.۷۳ اوسط سره لوبه ترسره کول.
خو په ۱۹۳۳ز کال کي په لومړۍ ټيسټ لوبه کي د نيوزلينډ ښی لاسی غوره توپ اچوونکی ټيډبډکوک په دې وتوانېد چې سوکليف په لومړي توپ سره وسوځوي.

دا د مينوالو لپاره جالبه وه ځکه هيربرټ سوکليف په خپله غوره توپوهنه کې د دفاعي لوبې خورا غوره تخنيک درلود.

که څه هم هيربرټ په لومړي بال په صفر وسوځېد، خو بيا هم انګلستان ۵۶۰ منډې ترسره کړلې.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 235 تاريخ : پنجشنبه 30 فروردين 1397 ساعت: 21:48