سوفیا روباټ وايي، شارخ خان يې خوښيږي

ساخت وبلاگ

سعودي تابعیت لرونکی روباټ، سوفیا؛ لومړنی هیمونایډ روباټ دی.

سوفیا د نړۍ یواځینی روباټ دی، چې پوره کوښښ شوی، انسان ته څه نا څه نژدې جوړ شي. دا روباټ چې سعودي ورته تابعیت هم ورکړی، وړمه ورځ (سه شنبه) له خپل جوړونکي ډیوډ هانسن سره هندوستان ته تللی و.

سوفیا چې د مصنوعي زکاوت لرونکی دی، په نړۍ کې تر ټولو پرمختللی روباټ دی. نوموړې ددې توانايي لري، چې د انسانانو پوښتنې واوري او په غبرګون کې تر ډیره سم ځواب ورکړي.

د هندوستان په حیدراباد کې د ټیکنالوژۍ د نړیوال کنفرانس پر مهال له سوفیا پوښتنه وشوه، چې د خوښې فلمي ستوری يې څوک دی؟
سوفیا يې په ځواب کې وویل: “شارخ خان”!

[embedded content]

سوفیا نومي روباټ ګڼې نورې پوښتنې هم ځواب کړې، او تمه يې وښوده، چې په نړۍ کې به د ښځو د حقوقو مبارزه پیل کړي.

له هغې پوښتنه وشوه، چې د ټیکنالوژۍ په دنیا کې يې څوک ډیر خوښیږي؟ بیل ګیټیس، مارک زیګربرګ، او که کوم بل څوک؟
هغې د خپل جوړونکي نوم واخیست، “ډیویډ”، ډویډ هانسن.

د سوفیا ځوابونه ډیر عجیبه وه او په تالار کې ګډونوال ورته ګوته په غاښ وه. له هغې پوښتنه وشوه، چې که په نړۍ کې د کوم تغیر د راوړلو هیله لري.
سوفیا يې په ځواب کې وویل: “مینه د ټولو لپاره”.
له سوفیا څخه پوښتنه وشوه، تاسې تیر کال ویلي وه، چې بشریت به له مینځه وړۍ؛ دا د خلکو لپاره د بحث او اندیښنې وړ موضوع ده؛ اوس تاسې په کوم نظر ياست؟
سوفیا وویل: “هغه مې تر ټولو بده ټوکه کړې وه. زه کوچنۍ وم، نه پوهیدوم؛ خو ما ته ویل شوي وه، چې انسانان په ټوکو پوهیږي.”

هندوستان ته دا د سوفیا دوهم سفر دی. تیر کال هغه ممبي ته ورغلې وه. هغه وايي، چې زیات هیوادونه يې لیدلي، خو هانګ کانګ ددې د خوښې ځای دی، ځکه هلته يې جوړونکی ډیوډ هانسن او د هغه فامیلي اوسي.

سوفیا وايي، هیله لري، چې یوه ورځ د احساس یا ایموشن د اظهار وړتیا هم ولري.

د سوفیا روباټ جوړونکي ډویډ هانسن ګډونوالو ته په خبرو کې وویل، چې له روباټونو ونه ویریږي. دوی د انسانانو ملګري دي او صرف یو په بل باور ته ضرورت لري.

ښاغلي هانسن وویل، چې د روباټونو په برخه کې به په راتلونکو ۵ تر ۱۰ کلونو کې بیساري پرمختګونه ولیدل شي.
سوفیا د نړۍ لومړنی روباټ دی، چې د انسانو سره کمې تومې خبرې کوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 299 تاريخ : پنجشنبه 3 اسفند 1396 ساعت: 22:17