یوې نړیوالې خپرونکې ادارې د پښتو د لومړۍ سندرې په توګه د هارون باچا سندره خپره کړه

ساخت وبلاگ

د پښتو د نامتو سندرغاړي هارون باچا د ګلرنګ البم لومړنۍ سندره ” ګوټ، ګوټ غږیږم“ په نړۍ کې د هنري او سینمايي خپرونو یو وتلي شرکت ( یونیورسل موزیک ګروپ ) خپره کړې ده.

یونیورسل پروډکشن چې مرکز یې په امریکا کې دی د هالیوډ فلمونه هم خپروي، او د اوډیو یا موزیک برخه یې د یو نیورسل موزیک ګروپ په نوم کار کوي، چې په نړۍ کې د نامتو او وتلو سندرغاړو سندرې او موسیقي خپروي.

د هارون باچا د ګلرنګ البم دا سندره، د پښتو موسیقۍ په تاریخ کې لومړۍ سندره شوه چې دا نړیوال شرکت یې د کاپي رایټ حق او نورو نړیوالو معیارونو سره سمه خپروي.

د پښتو ژبې بل تکړه سندرغاړی کرن خان هم اوس له ورته نړیوالو خپرونکو ادارو خپلې سندرې خپروې او د پښتو موسیقۍ د معیاري خپراوي لپاره امکانات د هرې ورځې په تیریدو زیاتیږي.

نامتو سندرغاړې هارون باچا د خپلې دې سندرې په اړه یاران ته وویل چې ” ګوټ، ګوټ غږیږم“ غزل چې شعر یې د ممتاز اورکزي دی، او موسیقي یې ده خپله جوړه کړې، د پښتو د لومړۍ سندرې په توګه یونیورسل موزیک ګروپ له خوا خپره شوې ده.

هارون باچا زیاته کړه چې د ګلرنګ البم نورې سندرې هم ثبت شوې او د خپریدو لپاره چمتو دي.

یونیورسل موزیګ ګروپ د هارون باچا دا سندره د موسیقۍ پر ټولو انلاین سیسټمونو په قانوني توګه خپره کړې.

د هارون باچا او پښتو موسیقۍ مینه وال کولی شي چې ” ګوټ، ګوټ غږیږم “ سندره په یوټوټیوب کې د هارون باچا پر رسمي چینل او یا په سپاټفاۍ کې د هارون باچا په پاڼه پیدا کړي .

[embedded content]

همدارنګه اوریدونکي کولی شي چې دا سندره له اۍ اټونز (itunes ) څخه هم په قانوني توګه په ښه غږیز کیفیت ښکته کړي. په ساونډ کلاوډ هم موندل کیږي.

پښتو موسیقي د نړیوالو سټوډیوګانو څخه په داسې نړیوالو معیارونه تر دې مخکې نه ده خپره شوې او که د پښتو موسیقۍ مینه وال ددې سندرې هرکلی وکړي او له اړوند سرچینو یې ښکته کړي او یا یې په قانوني توګه واوري نو دا به د پښتو موسیقۍ له نړیوال کیدو سره ډیره مرسته وکړي.

همدارنګه به د یونیورسل موزیک ګروپ په شمول د موسیقۍ نور نړیوال خپرونکې هم د پښتو موسیقۍ خپرولو ته وهڅوي.

هارون باچا وايي، که مینه وال ددې خپرې شوې سندرې ښه هرکلی وکړي، یونیورسل موزیک ګروپ به د ګلرنګ البم نورې سندرې هم په نژدې ورځو کې خپرې کړي.
نوموړې له خپلو مینه والو وغوښتل چې دا سندرې له قانوني سرچینو تر لاسه کړي او په دې توګه دې د پښتو موسیقۍ وده کې مرسته وکړي.

په ګلرنګ البم کې هارون باچا د پخوا په څیر د کوزو او برو نامتو پښتو شاعرانو لکه غني خان، پیرمحمد کاروان، صاحب شا صابر، شاه سعود، ممتاز اورکزي، غفور لیوال، میوند فدا او نورو غزلونه او شعرونه سندریز کړي دي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 252 تاريخ : پنجشنبه 3 اسفند 1396 ساعت: 22:17