یمنۍ فعاله وايي سعودي او اماراتو یې هیواد اشغال کړی

ساخت وبلاگ

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې یمنۍ فعالې سعودي عربستان او عربي متحده عربي امارت اشغالګر بللي.

توکل کارمان د رویټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې پر دې دواړو هیوادونو غږ کړی چې ددې په وینا د ” یمن پوځي اشغال“ دې پای ته ورسوي.

د یمن د بشري حقونو او ډیموکراسۍ دې فعالې ته به په ۲۰۱۱ م کال کې د سولې د نوبل جایزه وروسته له هغې ورکړل شوه چې په دې هیواد کې یې د ولسواکۍ په پلوۍ څو میاشتې په یوه خیمه کې اعتراض وکړ. د نوموړې دا اعتراض چې نور خلک هم ورسره ملګري شول هغه مهال ددې سبب شو چې د یمن پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح له لسیزو وروسته واک خوشې کړي.

خو په یمن کې له واک څخه د عبدالله صالح له لرې کیدو وروسته حالات نور هم خراب شول ، په دې هیواد کې کورنۍ اخ ډب رامنځ ته شو او بالاخره د ایران او سعودي د رقابت په ډګر بدل شو.

د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف وروسته له هغې د یمن کړکیچ ته ورودانګل چې د ایران ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴ م کال کې د یمن ډیره برخه ونیوله او د یمن لویدیځ پلوي حکومت مشرتابه یې سعودي ته تبعید کړ.

خو یمنۍ فعالې توکل کارمان له استانبول څخه د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د حوثیانو اشغال ته په لوی لاس سعودي زمینه برابره کړه . نوموړې وايي ” سعودي او امارتي اشغال له یمنیانو سره خیانت کړی. دوی یې پلورلي. او د خپل بدرنګه اشغال او زیات نفوذ لپاره یې د ایران په ملاتړ د حوثي یاغیانو له کودتا ګټه اخیستې چې د یمن د مشروع حکومت پر ضد یې کړې ده.“

نوموړې همدارنګه ادعا کړې چې د یمن ولسمشر عبدالربه منصور هادي او نور چارواکي چې حوثیانو سعودي ته تبعید کړل، د سعودي چارواکو له خوا په کورونو کې نظربند شول او په یمن کې د واک چلولو څخه په دې خاطر منعه شول څو دغلته د سعودي د نفوذ لپاره زمینه او پلمه برابره شي.

دا یمنۍ فعاله توکل کارمان وايي چې اوس هم ولسمشر عبدالربه منصور هادي او نور چارواکي د ریاض له خوا په کورنو کې نظر بند دي.

د سعودي او ماراتو چارواکو تر اوسه ددې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي خو د ولسمشر عبدالربه منصور هادي د حکومت یوې سرچیني رد کړې چې ګوندې منصور هادي نظر بند وي. نوموړې ویلې د توکل خبرې رد کړي او ویلي یې دي د یمن ولسمشر عبدالربه منصور هادي هر ځای چې وغواړي سفر کولی شي.

تر دې مخکې پر سعودي عربستان د لبنان پر صدراعظم حریري د فشار راوړلو او پر زور پرې د استعفا د اعلانولو تور هم پورې شوی و.

د لبنان صدراعظم څو میاشتې مخکې چې ریاض ته په رسمي سفر تللی و، له هغه ځایه ناڅاپه د استعفا اعلان وکړ، خو وروسته بیرته خپل هیواد ته ستون شو او استعفا یې بیرته واخیسته. داسې ګومان کیږي چې ریاض کې سعودي چارواکو نوموړی په زور استعفا ته اړ کړی و.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 169 تاريخ : جمعه 20 بهمن 1396 ساعت: 15:58