پرکریټي ماله؛ هغه نیپالیایۍ نجلۍ ده چې د نړۍ تر ټولو ښکلی لاسي خط لري

ساخت وبلاگ

پرکریټي ماله هغه نیپالیایۍ نجلۍ ده چې د نړۍ تر ټولو ښکلی د لاس خط لري او د لاس خط یې ان له مایکروسافټ ورډ پروګرام څخه هم ښکلی پیژندل شوی دی.

“ستا د لاس خط ډیر ښکلی دی.”
“د لاس خط دې ښکلی کړه.”
“ډیر مشق او تمرین وکړه، ترڅو د لاس خط دې ښکلی شي.”
“د لاس خط دې د نړۍ تر ټولو بدرنګ خط دی.”
“د لاس خط دې ډیر زیات خراب دی.”
په ښوونځیو او پوهنتونونو کې ډیری وخت زده کوونکي د ښوونکو له لوري د لاس خط پر اساس ارزول کیږي او پورتنۍ جملې اوري، چې دا جملې د ډیری زده کوونکو د ژوند یوه برخه ده. همدارازد، د لاس ښه خط لوستونکي ته خوښي بښي او په ډیرې اسانۍ سره لیکل شوی مطلب لوستلی شي او موږ ټول په دې ښه پوهیږو، چې د ډاکټرانو د خط په لوستلو سره مو په ذهنونو کې څه تیریږي.
خو دلته هغه نیپالیایۍ نجلۍ در پیژنو چې د لاس خط یې ان د مایکروسافټ ورډ پروګرام له چاپي پاڼې څخه هم ښکلی دی. د دغې پیغلې نوم پرکریټي ماله دی او د نړۍ تر ټولو ښکلی لاس خط لري. پرکریټي د اتم ټولګي زده کوونکې ده، چې اوسمهال د خپل ښکلي خط له امله په نړۍ کې مشهوره شوې او ګڼ شمیر خلک یې پیژني.

د ښکلې خط لرونکې نیپالۍ انجلۍ

څو میاشتې وړاندې یوه نیپالیايي ځوان د پرکریټي د لاس خط یو انځور په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړ، چې په ډیر لږ وخت کې ټوله نړۍ پرې وغږیده او د خط ستاینه یې وکړه. دلته نو له ټولنیزو رسنیو مننه، چې له ټولې نړۍ څخه یې یو کلی جوړ کړی دی او د نړۍ له یوه ګوټ نه بل ګوټ ته خبرونه په ډیر لږ وخت کې رسوي.

د پرکریټي ماله د لاس خط کټ مټ د کمپیوټر لیکبڼې په څیر بریښي او د تورو ترمنځ واټن یې هم یوشان دی. همداراز، د نوموړې خط د خوش نویسۍ د نوې تګلارې څرګندويي کوي او ډیری هغه کسان چې غواړي خطونه یې ښه شي، نو کولی شي چې د نوموړې له خط څخه ګټه پورته کړي، ترڅو د لاس خط یې ښه شي.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک وايي، چې دا ټول د ټولنیزو رسنیو کمال دی چې څنګه یو انسان یوازې په یوه څو ساعتونو کې مشهوروي او خلکو ته یې ورپیژني او پرکریټي د دغې نایابه وړتیا په درلودلو سره اوسمهال د ټولنیزو رسنیو یوه نامتو ستورې او پیژندل شوې څیره ده.

د نیپال هیواد د ساینیک اواسیه مهاویډیالیا ښوونځي دغې زده کوونکې د ښکلي او پام وړ خط د درلودلو له امله د نیپال له وسله وال پوځ څخه هم جایزې ترلاسه کړې دي او اوسمهال په ټوله نړۍ کې خلک یې پیژني او په لاس لیکل شوي خطونه یې په ډیرې خوښۍ سره لولي.

پرکریټي ته د نیپال وسله وال پوځ هم جایزه ورکړې

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 250 تاريخ : پنجشنبه 19 بهمن 1396 ساعت: 3:09