راشد خان د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ کې لمړي مقام ته ورسید !

ساخت وبلاگ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا د بالرانو د درجه بندۍ په لیست کې لمړي مقام ته ورسید.

افغان لوبغاړي راشد خان، چې په لیټل ګوګلي ماسټر هم مشهور دی او د کرکټ نړۍ مشهوره لوبغاړي یې د خپل بالینګ یا توب اچونې د تاثیر لاندې راوستي دي، په خپلې ښکلې توپ اچونې سره د زیمبابوې خلاف د ۲ شل اوریزه کرکټ سیالیو کې د لوبیدو او ۵ ویکټو اخیستو وروسته لمړي مقام ته ورسید.

نوموړی د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه شل اوریزه سیالیو په دوران کې د ۵ ویکټو په اخیستو بریالی شو، چې په همدغه کار کردګۍ یې نیوزیلینډې بالر میچل سنټنر څخه لمړی مقام خپل کړ.

دا لمړی ځل دی، چې د کرکټ په تاریخ کې یو افغان لوبغاړی د کرکټ نړۍ کې د لوبو په یو فرمټ یا بڼه کې لمړی مقام خپلوي. له دې وړاندې راشد خان د همدغه درجه بندۍ لیست په دویمه کرښه کې قرار درلود.

که څه هم تر دې مهاله د کرکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ په لیست کې کوم تغیر نه دی راغلی، خو افغان لوبډلې د ۸ مقام خپلو لپاره دوه او راشد خان د یو امیتیاز خپلولو ته اړتیا درلوده، چې د ۵ ویکټو اخیستو وروسته نوموړي دغه امتیاز خپل کړی دی او لمړي ته رسیدلی دی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 214 تاريخ : چهارشنبه 18 بهمن 1396 ساعت: 19:35