شارخ خان: هیڅوک دا جرائت نه لري، چې زما د فلمونو پر مهال جینکۍ وځوروي

ساخت وبلاگ

د هندي سینما نامتو ستوری شارخ خان وايي، هیڅوک ددې جرائت نه لري، چې دده د فلمونو پر مهال له کومې جینۍ سره ناسم چلند وکړي او یا هم ترې بیځایه تمه او توقع ولري.

له بي بي سي انګلیسي سره په ځانګړې مرکه کې شارخ خان په بالیووډ (هندي سینما) کې نجونو ته د جنسي ازیت په مسله وغږیده.

نوموړي وویل:

“هغه وخت چې زه فلمونه جوړووم او یا په فلم کې کار کوم، د نجونو په اړه زموږ دریځ او سلوک څرګند او معلوم دی. مونږه آن ډیر کوچنيو مسایلو ته پام کوو او د فلم پر مهال د هرې یوې جینۍ، که په فلم کې يې رول ډیر کم هم وي، احترام کوو.”

دا په داسې حال کې دې، چې د هالیووډ د وتلي ستوري هاروي وینسټین باندې یو شمیر میرمنو د جنسي ځورونې تورونه پورې کړي.

شارخ خان وايي، چې په هندي سینما کې نوموړی تر وسه وسه هڅه کوي، چې د نجونو او هلکانو ترمینځ مساوات ته پام وکړي.

شارخ خان زیاتوي:

“موږ ان په نوملړ کې د نجونو نومونه مخکې لیکو، څو هغوې ته وښایو، چې موږ له تاسې زیات نه یوو.”

نوموړی وړاندې وايي:

“شخصاً ما او که ووایم، هیڅ یو کس زما د فلمونو پر مهال دا جرائت نه دی کړی، چې له ښځو سره بد چلند وکړي. زه په دې برخه بیخي واضح دریځ لرم.”

شارخ خان زیاتوي، چې شاید داسې مسایل وجود ولري او ممکن ټول خلک په دې اړه زما سره موافق نه وي.

شارخ خان ته سږ کال د ښځو او نجونو سره د خیر ښیګڼې په برخه کې د سویس په داوس کې د نړۍ د اقتصادي فورم لخوا د “کریسټال” معتبره جایزه ورکړل شوه.

له هالیووډ څخه بیا دا جایزه وتلې ستورې کیټي بلنچیټ او مشهور ستوري ایلټن جان ته ورکړل شوه.

دا جایزه د نړیوال اقتصادي فورم له خوا هر کال یو شمیر هغو مخکښو کسانو ته ورکول کیږي چې په نړۍ کې یې د ښځو او ماشومانو د ژوند د ښه کیدو لپاره کار کړی وي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 190 تاريخ : پنجشنبه 12 بهمن 1396 ساعت: 20:32