د ننګرهار کډوالو چارو رياست لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

ساخت وبلاگ

جلال اباد (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۶): د ننګرهار د کډوالو چارو رياست لپاره د ۲۱ ميليونه افغانيو په ارزښت د نوې اداري ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې.

دغه ودانۍ چې په درېيو پوړونو کې به په اساسي ډول جوړه شي، د سلواغې په ۱۲مه يې د ننګرهار والي له لوري د پټۍ په پرېکولو کار پيل شو.

د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي د يادې ودانۍ د کار د پيل په مراسمو کې پژواک ته وويل چې د ودانۍ جوړېدو چارې به دوولس مياشتې دوام وکړي.

د نوموړي په وينا، ياده ودانۍ په درېیو پوړونو کې په اساسي او عصري بڼه جوړېږي چې د تحکيم ثبات برنامې ۲۱ میليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

هغه زياته کړه: ((دا ودانۍ چې ۱۸ اداري خونې لري، يو کنفرانس روم لري، کډوالو ته د موادو د توزيع يو حال او د مراجعينو لپاره يوه انتظارګاه هم په کې په نظر کې نيول شوې ده.))

د ننګرهار والي محمدګلاب منګل وويل چې د دغه ولايت د کډوالو چارو رياست په ټول هېواد کې لومړنی ریاست دی چې د ودانۍ د جوړېدو کار یې پيلېږي.

ده د يادې ودانۍ د کار د څارنې په تړاو وويل: ((موږ د څارنې يو ټېم لرو چې وخت په وخت به د دې ودانۍ د چارو نظارت کوي او رياست به هم خپله د دغو چارو د کيفيت او کميت څارنه کوي.))

د ننګرهار والي د يادې ودانۍ پر جوړوونکي شرکت هم غږ وکړ چې د ودانۍ د کارونو کيفيت او ښه والي ته دې پاملرنه وکړي او که يې کومه ستونزه په کار کې وليدل شي، نو قانوني چلند به ورسره وکړي.

د يادولو ده، د ننګرهار د کډوالو چارو رياست اوسمهال په يوه کرايه کور کې خپلې چارې ترسره کوي چې هر کال په لکونو افغانۍ کرايه ورکوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 211 تاريخ : پنجشنبه 12 بهمن 1396 ساعت: 20:32