پریټي زینټا ته خفه افغانان بیرته خوشحاله شول؛ مجیب یې په ۴ کروړه واخیست

ساخت وبلاگ

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم وتلی توپ اچوونکی راشد خان د هند غوره لیګ سیالیو لپاره په پرون په ۹۰۰ لکه هندي روپیو وپیرل شو.
د افغان ستوري راشد خان په سر د پنجاب، راجستان، او ډیلي لوبډلو ترمینځ بولي وه، چې پریټي زنټا يې قیمت ۹۰ میلونه هندي روپیو ته لوړ کړ. په پای کې د سنرایز حیدراباد د RTM یا رایټ ټو میچ کارډ په وسیله راخپل کړ.
راشد خان تیر کال هم همدې لوبډلې ته لوبه کړې وه. هغه وخت نوموړی په ۴۰۰ لکه هندي روپیو پیرل شوی و. په آې پي ایل کې دا د راشد خان دویم ځل دی.
د نیلامۍ په دوهمه ورځ یغنې نن محمد نبي هم خپل پخواني ټیم سنرایز حیدراباد په ۱۰ میلونه روپیو وپیره.
خو تازه خبره بیا دا هم ده چې که پریټي زینټا(د کینګ اېلون پنجاب لوبډلې) پرون راشد راخپل نه شو کړی، بل ځوان افغان توپ اچوونکی، مجیب ځدراڼ یې په څلور کروړه واخیست. دا د مجیب لومړی او نبي او راشد دویم ځل دی چې د هند سوداګریزو سیالیو کې به لوبیږي.

د افغانانو غبرګون:
د هندوستان د غوره لیګ یا اې پي ایل دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه په افغانستان کې هم افغانانو تعقیبولي، او تلوسه يې وه، چې د راشد خان او یا کوم بل افغان لوبغاړي نوبت به رارسي. کله، چې راشد خان په ۹ کروړه د سنرایز حیدراباد له لورې واخیستل شو، د ګڼو افغانانو له خوښې سترګې راډکې شوې.
په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول په فیسبوک پاڼو ګڼو هیودوالو خپله خوښي او مبارکي شریکه کړه.
زیات افغانان د بالیووډ د وتلې ستورې پریټي زنټا مینوال دي؛ د همدې له امله يې غوښتل چې راشد د پریټي د ډلې په نصیب شي.
بل پلو د کابل ښار په زړه کې ځانمرګي برید د افغانانو خوښي په غم بدله کړه او د راشد خان لپاره يې د خوښۍ اظهار تت کړ.
نن هم د د فیسبوک زیاته برخه د کابل په ویر لړلۍ ده؛ خو د محمد نبي لپاره هم د کرکټ مینوالو پوستونه کړي او په اې پي ایل سیالیو کې په یو ځل بیا لوبیدو خوښ دي.

د نبي خوښي لاه زړه شوې نه وه چې شیبې وروسته ترې مجیب ځدران هم د پریټي زینټا له خوا په څلور کروڼه هندي کلدارو وپيرل شو. دا تر ټولو جالبه ځکه وه چې مجیب ځوان او کم عمره لوبغاړی دی او دا لومړی ځل دی چې هغه په ای پي ایل کې اخیستل کیږي. افغان مینوال به اوس خامخا بیرته خوشحاله شوي وي، ځکه اکثرو غوښتل چې باید ځیني لوبغاړي د پریټي ټیم کې هم ولوبیږي.

راشد خان:
راشد خان تیر ۲۰۱۷ کال، په آی پي اېل کې په ۱۴ لوبو کې ۱۷ ویکټې واخیستي. هغه وخت د اې پي ایل په میدان د راشد لومړی ځل و. سږ کال تمه ده، چې راشد به لا ښه وځلیږي.
راشد خان په آی پي اېل سربېره په کارابين ليګ، بنګله دېش پرېمير ليګ او د اسټرالیا په بېګ باش سیالیو کې هم لوبېدلی دی.
په بېګ باش سياليو کې راشد خان تر ټولو ډېرې وېکټې اخېستې دي.

آی پي اېیل:
آی پي اېل یا د هندوستان غوره لیګ سیالۍ د هندوستان کورنۍ تجارتي لوبې دي.
په سږنۍ نيلامۍ کې که څه هم د لوبغاړو نوملړ ډېر اوږد دی خو ټولې اته لوبډلې هڅه کوي خپلو منځو کې په ګډه لوبغاړي وپېري.
سږ کال په لومړي ځل، آی پي اېل کې ۱۰ افغان لوبغاړي نيلامۍ ته وړاندې شوي، چې پکې راشد خان، محمد نبي، دولت ځدراڼ، شاه پور ځدراڼ، مجیب ځدراڼ، شفیق الله شفق، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب او محمد شهزاد شامل دي. له دې ډلې تر اوسه یواځې د راشد، نبي او مجیب په سر بولي شوې او اخیستل شوي.

راشد خان او محمد نبي تیر کال هم په ای پي ایل کې لوبیدلي ول

په آي پي اېل کې هره لوبډله کولی شي ۲۷ لوبغاړي ولري چې په دې کې باید لږ تر لږه ۱۸ هندي لوبغاړي وي.
په دې حساب هره لوبډله له ۹ زیات بهرني لوبغاړي نه شي ساتلی. د آي پي اېل لوبې د هند او د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ افغانستان کې هم ډېر مينه وال لري.
دغه سيالۍ به د روان کال د اپريل پر ۷ نېټه پيل شي او د مۍ تر ۲۷ به دوام وکړي.

تر ټولو قیمتي لوبغاړي:
د انګلستان د کرکټ د ټیم لوبغاړی بین سټوک یواځينې بهرنی لوبغاړی دی، چې په تر اوسه تر ټولو لوړ قیمت (۱۲.۵) کروړه هندي روپۍ پیرل شوی.
په کور د ننه هندوستان کې بیا جیدوي اناډک تر ټولو ګران بیه لوبغاړی، چې په ۱۱.۵ کروړه هندي روپيو نن راجستان ډلې واخیست.
ګریس ګیل او هاشم امله پرون ونه پیرل شول او تر اوسه يې بیا په سر بولي نه ده شوې.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 361 تاريخ : يکشنبه 8 بهمن 1396 ساعت: 18:52