اوکرايني وګړي له افغانستان څخه وځي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٣ سلواغه ٩٦): د کابل په انټرکانټيننټال هوټل د بريد په پايله کې د اوو اوکرايني وګړو د وژل کېدو له امله د ياد هېواد د غيردولتي هوايي شرکت مشر ويلي، چې خپل کارکوونکي له افغانستان څخه وباسي.

د اوکراين د بهرنيو چارو وزير پاولو کليمکين، پرون مازديګر د ياد هېواد په پلازمېنه کيف کې د خبري ناستې پر مهال وويل، چې د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل د بريد له امله اووه اوکرايني وګړي وژل شوي دي.

نوموړي پر يادې پېښې د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د قربانيانو له ډېرېدو هم وويل او زياته يې کړه، چې دوى له افغان چارواکو سره په دې اړه له نږدې په اړيکه کې دى.

ورته مهال د اوکراين د غيردولتي هوايي شرکت (Ukrainian wings) مشر ولاديمير کاستينکو، چې له کام اير هوايي شرکت سره يوځاى کار کوي، له کام اير سره د الوتنو له ځنډ خبر ورکړى دى.

هغه د دې خبرې په څرګندولو سره چې د کابل په بريد کې د اوو وژل شوو اوکراينيانو له ډلې يې دوه پيلوټان هم دي، زياته کړه چې دغه شرکت خپل ټول کارکوونکي په افغانستان کې د امنيتي ستونزو له امله خپل هېواد ته رابولي او د پروازونو ځنډول به دوام وکړي.

د کابل انټرکانټيننټال هوټل د تېرې مرغومې مياشتې په ٣٠ مه د وسله والو طالبانو تر بريد لاندې راغى، چې پېښې د تېرې يکشنبې تر يوې بجې پورې دوام وکړ.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش ويلي و، چې په ياده پېښه کې د ١٤ بهرنيانو په ګډون ٢٢ کسان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.

د کام اير هوايي شرکت ويلي، چې د ياد شرکت يوولس بهرني کارکوونکي په دغه بريد کې وژل شوي او يو شمېر هم لادرکه دي. 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 209 تاريخ : چهارشنبه 4 بهمن 1396 ساعت: 6:33