هغه ۸ وړتیاوې چې یوازې ماشومان یې لري

ساخت وبلاگ

لیکنه: جولیټا
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

که غواړې پوه شې چې ماشومان څومره حیرانوونکې ځانګړنې لري، نو باید ویې ګورې. زه ډاډمن یم چې واړه ماشومان یو عجیب مخلوق دی. لاندې داسې حقیقتونه دي چې همدا خبره تائیدوي:
۱- واړه ماشومان نه ژاړي.

ماشومان ژاړي نه، بلکې دوی چیغې وهي او ویر کوي

ښایي ته به ووایې: “له دې خبرې دې مطلب څه دی؟” دا یوازینی کار دی چې دوی یې کوي، خو په حقیقت کې داسې نه ده. په حقیقت کې ماشومان ژاړي نه، بلکې دوی چیغې وهي او ویر کوي. د ماشومانو د اوښکو رګونه تړلي وي، نو ځکه دوی نه شي کولی چې اوښکې تولید کړي.
۲- واړه ماشومان د اوبو لاندې ښه احساس کوي.
دې ته په اوبو کې د غوټې وهلو غیر ارادي عکس العمل وايي. کله چې ماشومان شاوخوا د شپږو میاشتو اوسي، نو دغه غیر ارادي عکس العمل ورکیږي. کله چې یو ماشوم په اوبو کې غوټه شي، نو په طبیعي ډول کولی شي ساه واخلي او د بدن غړي یې د لامبو وهلو په حرکاتو پیل وکړي.
۳- دوی همزمان هم ساه اخیستلی شي او هم یو شی له ستوني تیرولی شي.
د وړو ماشومانو ستونی نسبت غټانو ته اوچت وي. کله چې دوی یو څه تیروي، نو د تیرولو په وخت کې وچه مرۍ (د تنفس لاره) د وړې ژبې په واسطه نه بندیږي. داځکه، کله چې کمکي ماشومان یو څه تیروي، نو په اسانۍ سره کولی شي چې ساه هم واخلي.
۴- که ضرورت پیښ شي، نو کولی شي چې په دوامداره توګه وپرنجیږي.
د غټانو په پرتله د ماشومانو د پوزې سوري خورا زیات تنکي او واړه وي. نو اړتیا ده چې باید زیات پاک شي. لکه څنګه چې ماشومان نه شي کولی چې د خپل پوزې له سوریو څخه ګړنګ لیرې کړي، نو باید له خپل ځان نه غیر ارادي عکس العمل وښيي. نو همدا مسئله ده، چې کمکي ماشومان کولی شي په دوامداره توګه وپرنجیږي ترڅو د پوزې له ناراحتۍ ځان خلاص کړي.
۵- دوی په اسانۍ سره ویده کیږي.

کله چې کمکي ماشومان ویده وي، نو د لوړ غږ موسیقۍ او نورو غږونو نه ناخبره وي.

ډیری خلک فکر کوي کله چې یو کمکی ماشوم ویده وي، نو دوی باید په کراره وغږیږي او په کراره په لار لاړ شي ترڅو ماشوم راویښ نه شي. خو په اصل کې داسې نه ده؛ کله چې کمکي ماشومان ویده وي، نو د لوړ غږ موسیقۍ او نورو غږونو نه ناخبره وي.
۶- دوی طبیعي لهجه لري.
ساینس پوهانو دا موندلې، چې ماشومان په طبیعي لهجې سره چیغې وهي او ویر کوي. دوی همدا چیغې او ویر د مور په خیټه کې د مور د غږ له اوریدو اخلي.
۷- کمکي ماشومان پوهیږي چې څنګه په سینه وښویږي.

واړه ماشومان د خپل مور تي ته په سینه ښویدلو وړتیا لري

په حیرانوونکي توګه، واړه ماشومان د خپل مور تي ته په سینه ښویدلو وړتیا لري، نو د همدې کار د ثابتولو لپاره لومړۍ تاسې باید ماشوم د مور په خیټه واچوئ. د ساینس پوهانو په وینا، د شیدو بوي د ماشومانو پام ځان ته راړوي.
۸- د ماشومانو بدن ارتجاعي خاصیت لري.
د یوه کمکي ماشوم بدن درې سوه (۳۰۰) هډوکي لري. د عمر په زیاتیدو سره ډیری له دې هډوکو غټیږي او په یوه واحد هډوکي بدلیږي.
خو وړاندې له دې چې دا هډوکي سره یوځای او پیوند شي، نو د یوه نوي پیدا شوي او یاهم کمکي ماشوم بدن خورا ارتجاعي وي. د مور د خیټې نه د راوتلو په پار دغه طبیعي ځانګړنه یوه ماشوم ته اړینه ده.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 176 تاريخ : سه شنبه 3 بهمن 1396 ساعت: 0:49