افغانستان راتلونکی لوبه کې له کوربه نیوزیلینډ سره مخامیږي

ساخت وبلاگ

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۱۹ کلنو د کرکټ په نړیوال جام سیالیو په دویم پړاو کوارټر فاینل لوبه کې افغانستان د نړیوال جام کوربه هېواد نیوزیلینډ سره په سیالۍ کې مخامخ شو.
د دې جام په لمړي پړاو کې افغانستان د پاکستان او سریلنکا څخه بریاوې خپلې کړې، خو ایرلینډ ته یې ماتې ومنله او په خپل ګروپ کې یې دویم مقام خپل کړ.
بل خوا په لمړي ګروپ کې نیوزیلینډ، ویسټ انډیز، جنوبي افریقا او کینا ته په ماتو ورکولو لمړی مقام خپل کړ او په راتلونکې سیالۍ کې به د افغان لوبډلې سره بخت ازمايي.


همدا راز د کوراټر فاینل په نورو لوبو کې به هندوستان د بنګله دیش او اسټرالیا د انګلستان سره مخامخ شي.
په دې نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان په شمول د ۱۶هېوادونو د کرکټ لوبډولو ګډون کړی و، چې لوبډلې په څلورو ګروپونو ویشل شوې وې.
د دغه جام په سیالیو کې د ۱۶ ګډون کوونکو لوبډلو څخه د لمړي ګروپ څخه نیوزیلنډ او جنوبي افریقا، دویم ګروپ څخه اسټرالیا او هندوستان، دریم ګروپ څخه انګلستان او بنګله دیش او څلورم ګروپ څخه افغانستان او پاکستان دویم راونډ یا کوارټر فاینل ته رسیدلي دي.
افغان لوبډله به په خپلې راتلونکې مهمې سیالۍ کې د نړیوال جام کوربه نیوزیلینډ خلاف د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۴ مه نېټه د چهار شنبې په ورځ د سیالۍ ډګر ته ووځي، چې ګټل یې خورا اړین او په دغه جام کې یې مخکې تګ اسانوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 277 تاريخ : شنبه 30 دی 1396 ساعت: 18:10