په خوست کې د ناقانونه وسلو را ټولولو لړۍ پيل شوه

ساخت وبلاگ

خوست ښار (پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۶): په خوست کې د نامسووله وسله والو د بې وسلو کولو او د ناقانونه وسلو د راټولو لړۍ پيل شوه.

که څه هم د هېواد د يو شمېر نورو ولايتونو په څېر په خوست کې نامسووله وسله والې ډلې نشته، خو د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان په اساس دا لړۍ د هېواد په ټولو ۳۴ ولايتونو کې پيل شوې ده.

په همدې موخه دې ولايت ته د ولسمشر په ځانګړې لارښوونه د ملي امنيتي ارګانونو له استازو جوړ يو ګډ پلاوی تللی، چې دا پروګرام په ښه ډول مخته يوسي.

د پلاوي مشر او د ولسمشر سلاکار دلبرجان ارمان په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته وويل، چې د ولسمشر د ياد شوي فرمان په اساس به ټولې هغه وسله والې ډلې چې د حکومت له چوکاټه بهر دي، بې وسلې کړل شي.

هغه زياته کړه: ((د حکومت دنده دا ده چې نور داسې خلکو ته چې هغه ولس ځوروي، لارې وهي، خلک شکوي او له خپلې وسلې  څخه د ولس او خلکو د ځورونې او ډارولو استفاده کوي، نور ځای نه وي.))

د خوست والي حکم خان حبيبي دغې غونډې ته وويل، که څه هم د هېواد د ځينو ولايتونو په ډول په دې ولايت کې غير مسووله وسله والې ډلې نشته، خو مرکزي ادارې ته ډاډ ورکوي چې د ناقانونه وسلو په ګرځولو او راټولو کې خپله همکاري کوي.

هغه زياتوي: ((زه په خپل ولس باندې وياړم، چې دلته يې داسې څه ته اجازه نه ده ورکړې، چې له امله يې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې ولسونه رنځ وړي. ولې ستونزې به وي، ځکه خوست يو سرحدي ولايت دی او حتمي ده چې دلته به له خلکو سره وسلې وي، خو دا يواځې په خوست نه بلکې په ټول افغانستان کې دي.))

ديني عالم او د مجاهدينو د سرتاسري شورا مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ بيا دغې غونډې ته وويل چې د بې وسلې کولو دا پروسه بايد په لومړي سر کې په هغو سيمو کې پيل شوې وای، چې تر بل هر ځای په کې غير مسوول ګروپونه ډېر فعال دي او په بېلابېلو نومونو خلک ځوروي.

سردار ځدراڼ زياتوي: ((غوښتنه مو دا ده چې دا پروسه له شمال نه رانيولې په کندهار او په ځانګړي ډول په کابل کې چې هغه لوی لوی زور واکي چې پيکا او نورې درنې وسلې په انبارونو ورسره دي، کاشکې دا پروسه له هغوی پيل شوې وای او بيا خوست  ته راغلي وای.))

په همدې حال کې د خوست عام اوسېدونکي وايي، که چېرې دولت په دې کار کې بريالی شي او په ښارو او کليو کې د ناقانونه وسلو په ګرځولو کلک بنديز ولګوي، ورسره به د جرمونو کچه هم راټيته شي.

د خوست ښار يو تن اوسيدونکي محمدرحيم سکندر په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل:

((که دولت په دې کار کې بريالی شي، نو په خوست کې به هغه لږ جنايي جرمونه ورک شي، چې اوس يا پخوا موجود و، نو موږ د دولت له دې اقدام څخه مننه کوو.))

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 292 تاريخ : شنبه 30 دی 1396 ساعت: 18:10