د نړیوال جام پيل، ساعتونه وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ په مهمه لوبه کیږي!

ساخت وبلاگ

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰۱۸ م کال د ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام سیالۍ نن شپه د افغانستان او پاکستان د لوبډلو په لوبې سره کیږي.
د کرکټ په ډګر کې د ۱۹ کلنو ځوانانو په دې نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان په شمول ۱۶ لوبډلې ګډون لري، چې په ۴ ګروپونو ویشل شوې دي.
د دې سیالیو په لمړي ګروپ کې نیوزیلینډ، ویسټ انډیز، جنوبي افریقا، کینیا، په دویم ګروپ کې اسټرالیا، هندوستان، زیمبابوې، پي این جي، په دریم ګروپ کې انګلستان، بنګله دیش، کاناډا، نمیبیا او په څلورم ګروپ کې افغانستان، پاکستان، سریلنکا او ایرلینډ شامل دي.
د مهالویش له مخې، د نن شپې په سیالیو کې به د لمړي ګروپ څخه کوربه نیوزیلینډ د ویسټ انډیز، دویم ګروپ څخه به زیمبابوې د پي این جي، دریم ګروپ څخه به بنګله دیش د نمیبیا او څلورم ګروپ څخه به د نړیوال جام په لمړۍ سیالۍ کې افغانستان د پاکستان خلاف د سیالۍ ډګر ته وځي.
د کرکټ ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو د رسمي فیسبوک پاڼې د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به نن شپه ۲ بجې د پاکستان خلاف د کرکټ ۱۹ کلنو نړیوال جام د سیالیو پیل وکړي.
د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله داسې مهال د پاکستانۍ لوبډلې خلاف د نړیوال جام په سیالیو کې مخ کیږي، چې په دې وروستیو کې یې د همدې لوبډلې خلاف د اسیا جام په سیالیو کې دوه مسلسل سیالیو کې پاکستان ته د تاریخي ماتې په ورکولو سره د لمړي ځل لپاره د اسیا جام سیالیو اتلولي خپله کړه.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 144 تاريخ : شنبه 23 دی 1396 ساعت: 0:13