"د سولې لپاره دې فکري اجماع رامنځته شي"

ساخت وبلاگ

مزارشريف (پژواک، ۱۹ مرغومی ۹۶): د بلخ مدني فعالان وايي، د سولې لپاره بايد فکري اجماع رامنځته شي او دغه پروسه بايد د ملي پروسې په توګه پر مخ ولاړه شي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مرغومي په ۱۸مه وروسته له ماسپښينه د ځینو مدني بنسټونو له خوا د سولې د ټولنيز پيغام د لېږد په موخه غونډه وشوه.

په ياده غونډه کې مدني فعالانو، سوله د افغانستان لپاره حياتي مسئله وګڼله.

دوی همداراز په افغانستان کې د روانې جګړې لاملونه بهرنۍ لاسوهنې وګڼلې او په همدې تړاو يې د ملي محاذ ګوند مشر څرګندونې د افغانانو د ملي فکر ضد وبللې.

د پوهنتون استاد او مدني فعال جمشېد فردا د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر دې دمه سوله د يوې پروژې په توګه وړاندې ځي.

نوموړي د سولې عالي شورا هڅې له همدې امله تر يو ځايه بې نتيجې وبللې چې د افغانستان لپاره سوله د يوې ملي پروسې په توګه پر مخ نه وړي.

هغه وويل: ((موږ بايد سولې ته ژمن و اوسو او پر دې باور ولرو چې سوله راوستلی شو؛ دغه پروسه بايد د ملي پروسې په توګه پر مخ بوځو، نه د يوې پروژې په توګه.))

نوموړي د سولې لپاره د فکري اجماع رامنځته کېدل اړين وبلل.

استاد فردا همداراز د ملي محاذ ګوند د مشر سيد حامد ګيلاني د وروستيو څرګندونو په تړاو وويل چې ورته څرګندونې د افغان ملي فکر زېږنده نه دي.

څو ورځې وړاندې ګيلاني ويلي وو چې په افغانستان کې جنګېدونکي ترهګر په پاکستان کې نه، بلکې په افغانستان کې دي.

د نوموړي دغه څرګندونې د حکومت تر څنګ د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او مدني بنسټونو له غبرګون سره مخ شوې.

د پوهنتون ياد استاد يې په تړاو وويل: ((که چېرې موږ داسې فکر کوو چې وسله وال مخالفين دننه په افغانستان کې تجهيز او روزل کېږي، نو دا غلط فکر دی.))

نوموړي زياته کړه، د افغانانو په توګه ټول پوهېږي چې اصلي کيسه له کومه ځايه پيل ده او څوک ملامت دي.

همداراز مدني فعالانو په افغانستان کې د روانې جګړې لاملونه کورني نه، بلکې بهرني وبلل.

مدني فعالې مېرمن هما نېکزاد پژواک ته وويل، په افغانستان کې د روانې جګړې مهم لامل د بهرنيو لاسوهنه ده.

نوموړې زياته کړه: ((په افغانستان کې د جګړې لپاره بېرون ترهګر روزل کېږي او دلته رالېږل کېږي.))

د نننۍ غونډې سمبالوونکي عنايت الله عثماني پژواک ته وويل، دوی هڅه کوي چې خلک پوه کړي چې سوله د ټولو په خير ده.

نوموړي زياته کړه، دوی به ورته پروګرامونه د هېواد په نورو ولايتونو کې هم وکړي او د افغانستان د سولې د اړتيا په تړاو مثبت پيغام به لا ولېږدوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 199 تاريخ : سه شنبه 19 دی 1396 ساعت: 20:10