خلک: د لوګر د مرکز ځينې اوسېدونکي د پوليسو له لوري وهل شوي

ساخت وبلاگ

پل علم (پژواک،۱۸مرغومى۹۶): د لوګر د مرکز يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې تېره ورځ د ماين تر چاودنې وروسته د پوليسو له لوري ډېر سخت وهل شوي دي.

د لوګر د مرکز اړوند د جمعه کلا، علي خان کلا، بوچه کلا، مهاجرو، خواجه محمد او اکبر کلا سيمو اوسېدونکي نن د مرغومي په ١٨ مه ولايتي شورا ته ورغلي وو.

د دې کسانو په استازيتوب د جمعه کلا اوسېدونکي ٥٠ کلن بسم الله وويل چې پرون يې په کلي کې د پوليسو پر رېنجر موټر د ماين چاودنه شوې وه.

ده وويل چې تر چاودنې وروسته سيمه ييز  او د عامه ساتنې پوليس يې کلي ته ورغلي او ډېر خلک يې وهلي دي.

هغه وايي: (( په ټوپک او لرګيو يې د ښځو او ماشومانو په مخ کې و وهلو، زما لنګۍ يې لرې واچوله، د ناموس کنځلې يې راته وکړې او په وينو يې تګ سور کړم.))

نوموړي پر خپل بدن د وهلو نښې نښانې د ولايتي شورا غړو ته د ثبوت په ډول وښودې او ويې ويل: (( که مې پوښتنه ونه شي او غچ مې وانخيستل شي نو حاضر يم چې هر کار  وکړم.))

دغه راز بل سپين ږيري ٦٠کلن سميع الله وويل: (( په خداى که روس او امريکا دومره ظلم وکړي، لکه چې دوى پر موږ  وکړ، دا اول ځل نه دى، پوليسو مخکې هم خلک ډېر سخت وهلي دي.))

د ده په وينا، د کور مخ ته يې څارويو ته واښه اچول چې پوليس ورغلي او ډېر سخت يې وهلى دى.

هغه زياته کړه: (( کورته ننوتل د ښځو جامې يې ايسته وغورځولې، ښکنځلې يې وکړې او ويل يې چې تاسو طالبان ياست او  که اصلاح نه شئ، نو  ښځې درڅخه بيايو.))

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او ځينو يې لاسونه او د ځينو يې پښې په ګچ کې وې او ويل يې چې پوليسو ور مات کړي دي.

د يادو کسانو د خبرو تر اورېدو وروسته د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي وويل چې د دې پېښې به جدي پوښتنه کوي او هڅه به وکړي چې عاملينو ته يې سزا ورکول شي.

ستانکزي وويل: (( په دې شک نشته چې له تاسو سره يې ظلم کړى دى، په تاسو کې د وهلو نښې ښکاري، دغه موضوع به جدي تعقيبوم.))

خو د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې د پوليسو له لوري له خلکو سره ناسم چلند نه دى شوى.

هغه وايي چې پوليس خلکو ته خدمت کوي او هيڅ مهال نه غواړي چې خلکو ته سپکاوى وشي.

ده زياته کړه: (( زه به دغه موضوع په مستقیم ډول له امنیه قوماندان سره شریکه کړم او په عاجله توګه به موضوع تر څېړنې لاندې ونیول شي.))

بل لورته د لوګر د والي وياند سليم صالح بيا وايي چې تر دې وړاندې هم خلکو شکايتونه کړي چې تر چاودنو او نورو امنيتي پېښو وروسته امنيتي ځواکونه ورسره سم چلند نه کوي.

هغه وايي: (( والي صاحب څه موده وړاندې د پوستو او سيمه ييز پوليسو ټول قوماندانان را غوښتي او جدي يې ورته ويلي چې له خلکو سره به سم  چلند کوئ.))

صالح وايي، که  وهل شوي خلک دوى ته عارض شي نو دوى به يې په اړه جدي اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په يو شمېر نورو سيمو کې هم خلکو د امنيتي ځواکونو له ناسم چلند څخه شکايت کړى دى.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 213 تاريخ : دوشنبه 18 دی 1396 ساعت: 15:14