زموږ د معارف څو اساسي ستونزې

ساخت وبلاگ
  • د ننګیال وزیر لیکنه

د پوهنې ستونزه په نویو ښوونځیو نه حل کېږي، په کنفرانسونو او خبرو نه حل کېږي زموږ ستونزه په سیستم کې ده.

غني وای که ما د زړه خبرې وکړې
پښتانه به مې په سر لرګي کړي مات

دا یو څو درته بیانوم.

۱: د ټولې نړۍ سیستمونه او نصاب وګوره اول نه تر دریم ټولکي دوه یا درې کتابه وي چې موخه یې ماشومانو ته یوازې او یوازې لیک لوست ورزده کول وي خو دلته د بده مرغه موږ د اول ټولګي ماشومانو ته ۱۲ مضمونه لرو.

پینځم شپږم ته ۱۴ لرو او اووم ته ۱۸ مضمونه لرو چې زما په نظر د نړۍ په هیڅ کوم هېواد کې به نه وي او د شرم خبره ده چې چاته وېلی هم نشو چې موږ دومره زیات مضامین لرو.

۲: درسي کتابونه بېخي غېرمعیاري دي.

یو دوه بېلګې درته وایم.

د اول ټولګي پښتو کتاب ۱۴۶ صفحې دی همداسې نور.

اوس د اول ټولګي ماشوم چې وخت یې دا دی چې یوازې الف با تا سره بلد شي خو دلته ورته دومره لوی کتاب خلاصول ماشوم د زده کړې نه زړه تور کړي.

ب: تر شپږم ټولګي د ساینس په کتاب کې د حجرې، نسج وغېره زکر نشته. یو ځای هسې په خطایۍ لږ نوم اخیستل شوی دی بیا چې اووم ټولګې کې بیولوژي کې اول د حجرې تاریخ، بیا د حجرې جوړښت، بیا د نباتي او حېواني حجرې توپیر بیا د حجرې تقسیم یعني میتوسس او میووسس چې ډېر ګران موضوعات دي د یوه داسې ماشوم د پاره چې هیڅ د حجرې سره بلد نه وي، زده کړه یې ورته ناممکنه ده.

همداشان د هیواد د مینې، د هېواد تاریخ جغرافیې وغیره په داسې ډول یادونه شوې چې سل کاله کې هم یو وطنپال ماشوم نه روزي.

۳: تعلیمي حوزې سره ښوونځي تړلي چې اکثره کارمندان یې نه پوهیږي یا ډېر لږ پوهیږي، بس خوراک څښاک سره یې کار وي هغه وکړي نور الله په امان..

۴: تر ۱۲ کوم معیاري امتحان نشته؛ بس ښوونځی په خپله ازموینې اخلي په خپله خوښه نمرې ورکوي خو زده کوونکي په هیڅ خبر نه وي، نو کله چې کانکور ته راشي ټول ناکام او چې یو څو یې کامیاب شي هغه هم پوهنتون کې نه پوهیږي هو افغانستان په کچه شاید لږ څه وپوهیږي خو د نورو هیواودونو د دولسم ټولګي د فارغانو په مقایسه تعلیمي سویه بیخي ډيره ښکته او د مقایسې وړ نه وي.

۵: کانکور د پاره مضامین ډېر زیات دي، ماشوم هیڅ نه پوهیږي چې کوم پوهنځي ته به ځي بس ”توکل پر خدای “ خبره ده چې خوښ یې طب وي هلته په پټه خانه کې یې کندهار اقتصاد ته ویشتی وي.

۶: د ښوونکو پوهه د نشت برابره ده. ډېر لږ پوهیږي.

د ساینس او انګلېسي په برخه کې پوهه د نشت برابر ده، د تاریخ خو دا حال دی چې سړی وشرمیږي که زما په خبرو مو باور نه راځي نو د هر ښوونځي ماشومانو نه یا د ښوونځي ښوونکي نه یا د خپلو شاوخوا چاپیره خلکو نه دا سوال وکړئ چې افغانستان چا جوړ کړی کوم کال کې ؟؟

خپلواکي چا اخیستې، کوم کال کې ، د چانه او څنګه اخیستې؟؟؟

که دا خبرې چا جواب درکړو زه ملامت کنه نو خپله زده کړئ.

نور هم ډېر څه چې بیا به یې انشاءالله بیان کړم….

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 241 تاريخ : يکشنبه 17 دی 1396 ساعت: 21:54