ستاسې د سترګو رنګ مو د شخصیت ښکارندویي کوي

ساخت وبلاگ

لیکنه: نجما خورمي
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

کله چې له یوه چا سره مخ کیږو، نو لومړی څه چې ترمنځ مو پیښیږي، هغه سترګو په سترګو کیدل دي، چې همدا سترګو په سترګو کیدل د لیده کاته کیلي ده. د نړۍ پر سر هر ژوندی موجود د سترګو مختلف رنګ لري او د نړۍ ښکلي رنګونه هم په همدغو سترګو ویني.
لکه څنګه چې موږ د نړۍ رنګونه په سترګو وینو، نو همدا ډول زموږ سترګې هم بیلابیل رنګونه لري او د یوه کس د سترګو رنګ د هغه د شخصیت ځانګړنه بیانوي. نو په همدې اساس موږ غواړو، چې د یوه کس د سترګو د رنګ پر بنسټ د هغه د شخصیت په اړه بحث وکړو:

– د تور رنګ سترګو درلودونکي کسان
د تکو تورو سترګو رنګ درلودونکي کسان ډیر کم دي او هغه کسان چې تورې سترګې لري، خورا د باور وړ وي او د مسوولیت ژور احساس کوي. همدارنګه، دا کسان په راز ساتلو کې خورا ښه وي. د تورو سترګو درلودونکي کسان په خپلو ملګرو بد ګومانه کیږي ، خو کله یې چې له چا سره ملګرتیا شوه، نو بیا د ژوند تر پایه پورې ورسره وفادار پاتې کیږي. همداراز، هغه کسان چې د تورو او یاهم خرمايي (قهوه يي) رنګ سترګو خاوندان دي، خورا زیات خواریکښ وي او کله چې یې یوه کار ته ملا وتړله، نو بیا یې په ډیرې حوصله مندۍ سره پای ته رسوي.

– د خورمايي (قهوه یي) رنګ سترګو درلودونکي کسان
د سترګو خورمايي (قهوه یي) رنګ په نړۍ کې عام دی او د هغو کسانو سترګې چې دغه رنګ لري، د خورا ارام او مثبت خوي (چلند) خاوندان وي. همداراز، ویل کیږي چې د سترګو د دغه رنګ درلودونکي کسان ډیر زیات باتربیه، خپلواک او محتاط وي او خوښیږي یې چې نوي ملګري ومومي. دغه کسان له زړه ډیر حساس وي او همدا احساسات یې دوی دې ته اړ باسي، چې هغه کسان چې دوی ته ډیره پاملرنه کوي، دوی هم په بدله کې یې له هر ډول سرښیندنې ډډه ونکړي. همدارنګه، دغه کسان خورا زیات نیکمرغه وي او تل هڅه کوي، چې په ډیرو وړو شیانو کې خپله خوشالي ومومي او ځان خوشاله وساتي.

– د ماشي رنګ سترګو درلودونکي کسان
د ماشي رنګ سترګو درلودونکي کسان شوخ طبیعته وي او تل یې خوښیږي، چې خطر پر ځان ومني او مقابله ورسره وکړي. د دغه رنګ سترګو درلودونکي کسان تل غواړي، چې نوي شیان وازمویي ځکه چې دوی د یوه همیشني کار په اجرا کولو سره د ستړیا احساس کوي. نو په همدې اساس، که چیرې ته د دا ډول کس ملګری یې، نو ستا ملګرتیا به له هغه سره تر ډیره وخته دوام ونکړي، ځکه چې د دغه رنګ سترګو درلودونکی کس خپله غوسه نه شي کنټرولولی. خو که چیرې لږ دې هم ونازولو، نو بیا په خپل ژوند کې ستا ملګرتیا ته هرکلی وایي.

– د خړ (خاکستري) رنګ سترګو درلودونکي کسان
د خړ (خاکستري) رنګ سترګو درلودونکي کسان ډیر ارامه طبیعت لري او تل غواړي چې پر نورو مشري وکړي او واک وچلوي. دوی ډیر ځیرک او خواخوږي وي او د کار په جریان کې ډیر زغم (حوصله) لري. بله داچې، د دغه رنګ سترګو درلودونکي کسان په مینه کې مقابل لوري ته سل (۱۰۰٪) سلنه وفادار وي. همدا راز، دغه کسان د خورا پیاوړو داخلي احساساتو برخمن وي او د دوی همدا پیاوړی چلند د دې لامل ګرځي، چې د کاري فضا په هر ستونزمن حالت کې خپله بریا ترلاسه کړي.

– د شین رنګ سترګو درلودونکي کسان
د شین رنګ سترګو درلودونکي کسان داخلي احساساتو د پیاوړتیا له کبله په هر ستونزمن حالت کې خپل ځان ثابتوي او له خپل ځان نه وړتیا ښيي. دا ډول کسان خپل ژوند په خورا ویاړلي او سرلوړې بڼه تیروي. شین رنګ یو لړزوونکی رنګ دی، چې که چیرې ته د شنو سترګو درلودونکي کس سترګو ته ښه په دقت وګورې، نو له یو څو شیبو وروسته به ځان هم ورک کړې. د شنو سترګو درلودونکو کسانو یوازینۍ ستونزه دا ده، چې دوی ډیر ژر منفي بڼه ځانته غوره کوي، خو په اصل کې د هرې جګړې ګټونکی مثبت فکر وي.

– د ابي رنګ سترګو درلودونکي کسان
ابي رنګ خورا زړه راښکونکی او د سترګو تازه رنګ دی، چې د ډیرو خلکو توجه ځانته راجلبوي. د ابي رنګ سترګو درلودونکي کسان خورا زیات باانرژي وي او ذاتاً تل دا غواړي چې نور خلک خوشاله کړي. همدا راز، د دغه رنګ سترګو درلودونکي کسان خپلو دوستانه اړیکو ته خورا ژمن وي او تل دې ته چمتو وي، چې په دوستانه اړیکو کې مقابل لوري ته ښیګړه ورسوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 211 تاريخ : شنبه 16 دی 1396 ساعت: 16:13