د IPL سیالیو راتلونکی پړاو او د لوبغاړو لپاره د پیسو ګرم بازار !

ساخت وبلاگ

لیکنه: احسان الله ساپی

د هندوستان د کورني کرکټ ۲۰ اوریزه اي پي ایل تجارتي سیالیو ۱۱م پړاو په روان ۲۰۱۸ م کال کې ترسره کیږي، چې د دغې سیالیو لیلامۍ څخه وړاندې د لوبغاړو خپلولو لپاره شرایط اعلان شول.

د اي پي ایل په نامه د دغه ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو د راتلونکي پړاو د لوبغاړو را خپلولو په لړۍ کې به هره لوبډله د لیلامۍ وړاندې د ۳ هغه لوبغاړو د ځان سره د ساتنې اجازه ولري، چې په تیر پړاو کې ورسره لوبیدلي وي او ۲ نور لوبغاړي به د لیلامۍ پر مهال د (RTM)یا ( Right to the match card ) رایټ ټو ده میچ کارډ په ذریعه د بلې لوبډلې څخه هم په نوي اخیستل شوي قیمت را ګرځولی شي.

په دې سیالیو کې د ګډون په موخه د تیرو دوه کلونو راهیسې د بندیز سره مخ چینايي سوپر کینګز او راجستان رایلز لوبډلې بیرته راستنیږي، چې چینايي په راتګ سره سم پخوانی هندی کپټان مهیندر سینګ ډوهني، سرایش راینا او رویندر جدیجا د ځان سره د ساتلو لوبغاړو په لیست کې اعلان کړل.

په نورو لوبډلو کې بیا د ډهلي لوبډلې افریقايي کریس موریس، هندی ریشاب پانټ او شیر ایس اییر، پنجاب لوبډلې هندی لوبغاړی اکشر پټیل، د کلکتې لوبډلې د ځان سره ویسټ انډیزي لوبغاړي سونیل ناراین او انډریو رسل، د تیر کال اتلې ممبیي لوبډلې کپټان روهیت شرما، هاردیک پاڼدیا او بومرا، راجستان لوبډلې اسټرالوی کپټان سټیو سمیت، بنګلور لوبډلې له ځان سره هندی ویرات کوهلي، افریقايي ای بي ډیویلیرز او بل هندی لوبغاړی سرفراز، خو سنرایز حیدر اباد لوبډلې د ځان سره اسټرالوی لوبغاړی ډیویډ وارنر او هندی بینیشوار کمار د ساتل شویو لوبغاړو په لیست کې اعلان کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه سیالیو په تیر پړاو کې افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل او راشد خان هم د حیدر اباد لوبډلې په ګټه ولوبیدل، خو د ساتل شویو لوبغاړو په لیست کې نه دي اخیستل شوي، خو له بلې خوا د ار ټي ام کارډ په ذریعه دغه لوبډله کولی شي، چې د لیلامۍ پر مهال دواړه لوبغاړي د بلې لوبډلې لخوا د پیرلو سره سره بیا هم بیرته را خپل کړي.

د هندوستان د اي پي ایل کرکټ سیالیو راتلونکی پړاو د اپریل میاشتې په ۵ مه نیټه پیلیږي، چې ورته به د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۷ مه نیټه د لوبغاړو لیلامي پیل شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 282 تاريخ : جمعه 15 دی 1396 ساعت: 22:04