له هغو خلکو سره څه وکړو، چې تل ناوخته کوي؟! ۴ حل لارې

ساخت وبلاگ

لیکنه: کریسټا کټلر
ژباړه: غازي عابد

موږ او تاسې ټول له هغو ملګرو سره مخ کیږو او لرو یې چې هرې غونډې، میلې او کار ځای ته په خپل وخت نه راځي. دغسې انسانانو سره خلک تنګیږي، ځکه هر وخت ورته انتظار کول سخت او د وخت وژل وي.
په افغانستان کې بیا دا ستونزه خورا زیاته ده. له یوه مشر نیولې، تر کشره پورې تقریباً هره یو په خپل وخت یوې غونډې، کار ځای او میلې ته نه حاضریږي. دا چې دا دومره جدي خبره ده، راځئ، دا څو لارې ولولئ چې ددغسې کسانو چار وکړی شو:

۱- خبرې ورسره وکړئ.
کله چې څوک په خپل وخت نه حاضریږي، خامخا به یو ځواب لري چې ولې ناوخته کوي، ځکه نو اړینه ده چې د ناوخته راتګ په اړه له هغه کس سره ژور او اساسي وغږیږئ او اصلي علت یې معلوم کړئ. که چیرته هر وخت همداسې ناوخته راځي، نو کیدای شي دا یې عادت ګرځیدلی وي او یا دا یې کومه رواني ستونزه وي، ښه دی چې ددې ستونزې او بد عادت د حل لارو په اړه ورسره وغږیږئ او په دې یې قانع کړئ چې ښه کار نه دی. همداراز دا چې دوی په دوامداره ډول همداسې کوي ښايي دوه لاملونه ولري:
دا خلک د وخت په اړه ډیر ساده قضاوت کوي. ډاکټر ان کیرن کوک چې د ناوخته کوونکو یا بې وخته خلکو ته مشوره ورکوونکی او ډاکټر دی، وايي؛ په خپل وخت نه تلونکي خلک تل په بې سنجشه ډول وايي، چې ځه زه به هلته فرض مثال په یو ساعت کې ور ورسیږم، خو بیا رسیدلی نه شي. یعنې دا خلک د وخت په اړه ډیر ساده او سرسري قضاوت کوي. دغسې خلک باید پوه کړی شي چې زما وخت څومره مهم دی او د وخت پيژندنه د ژوندانه په ښه پلان کې څومره رول لرلی شي.
او یا دا خلک له تاسې غچ اخیستونکي او ضد کوونکي دي. کیدای شي له تاسې د بل څه شي غچ اخلي او یا هم درسره ضد پالی او په لوی لاس ناوخته کوي. یعنې زړه یې نه وي چې له تاسره اوسي، ځکه ناوخته کوي، باید له دې خلکو سره خبرې وشي، د غچ، ضد او زړه نا زړه خبرې ټولې ورسره حل شي.

۲- محدودیتونه ورته وټاکئ.
ورته ووایئ چې که په خپل وخت رانغلئ، پرته له تاسې به خپل کار یا میله شروع کړو او هیڅ انتظار به درته ونه شي. که څه هم دا به یو سخت کار وي، ته به نه غواړې چې د بل چا زړه خفه شي، خو مجبوره یې چې داسې ورسره وکړې، ځکه له بې وخته خلکو سره چې همداسې وکړې، بیا ورته د وخت ارزښت معلومیږي.
دې ډول خلکو ته کیدای شي دا هم ووایئ چې له خپل ټاکلي وخت نه ۱۰ یا ۱۵ دقیقې نور هم درته انتظار کیدای شي، که چیرته څرک نه لګیږي، بیا یې هم په موبایل یا مسینجر احوال واخلئ، که نه وو، بیا د نور انتظار هیڅ اړتیا نشته.

۳- له ټاکلي وخت لږ مخکې وخت ورته وښيئ.
که چیرته پوهیږئ چې دا شخص هر وخت ناوخته راځي یا یې ځای لرې دی په خپل وخت به راونه رسي، نو له ټاکلي مودې لږ مخکې وخت ورته وښیئ، چې ایله همدې اصلي وخت ته راوروسي. مثلاً که ستاسې سهار ۹ بجې ناسته یا راټولیدنه وي، ته ورته وخت ۹ نیمې یا ۲۰ کم وښيه، څو خپل وخت ته رارورسي. که چیرته هغوی رښتیا هم وختي راغلل او درنه خفه ول چې ولې مو وختي راغوښتی، بیا ورته دا ستونزه تشریح کړه چې ناوخته تګ څومره تاوان کاوه او ترافیکي او نورې ستونزې څومره زیاتې دي. او تر څنګ ستاسې وخت تګ ته زموږ اړتیا وه چې مشورې او لارښوونې درنه واخلو یا سره وغږیږو.

۴- ډیره تکیه پرې مه کوئ.
په هغو ملګرو مو ډیر زړه مه تړئ چې هر وخت ناوخته کوي. که څه هم هغه وزګار وي او د راتګ امکانات هم لري، خو تر څنګ یې بیا هم یو بل کس ولټوئ چې په نشتون کې دې چاره پرې روانه وي. مثلاُ که ستا د زوکړې ورځ وي او ته یو بل ملګري ته په تمه یې چې ترتیبات درته ونیسي، هغه ملګری هم په لټۍ کې دومره مشهور وي چې باور پرې نه شي کیدای، ښه دی چې بل کس ته دنده وسپارې او په دې کس زړه ونه تړې، ځکه که داسې وکړې، خوښي به دې پاتې وي او ټول فکر به دې دلته وي چې رابه شي او کنه، دا به وکړي او کنه…

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 166 تاريخ : جمعه 15 دی 1396 ساعت: 22:04