کابل زلمي د ۱۰ اوریزه کرکټ سیالیو دویم مقام خپل کړ

ساخت وبلاگ

د متحده عربي اماراتو په شارج کرکټ نړیوال لوبغالي کې د ۱۰ اوریزه سیالۍ پیل شوې وې، چې پکې د ۸ هېوادونو بیلابیلو ۱۶ لوبډلو ګډون کړی و.

په دې لیګ کې د افغانستان څخه هم د کابل زلمي کرکټ په نوم د کرکټ لوبډلې د عبد الرشید ایوبي په مالي ملاتړ ګډون کړی و، چې تر پای لوبې ورسیدل.

په دغه لیګ کې د ۸ ګډون کوونکو لوبډلو څخه د (Kings UAE ) یو ای اي کینګز لوبډلې د اتلولۍ جام او کابل زلمي دویم مقام خپل کړ.

د کابل زلمي لوبډلې مالک عبدالرشید ایوبي وایي، په دې لیګ کې د خپلې لوبډلې د ګډون څخه یې هدف کورنیو لوبغاړو ته په بهرنیو لیګونو او سیالیو کې د لوبیدو زمینه برابرول دي.

نوموړي د هېواد په نورو ملي سوادګرو هم غږ وکړ، چې د لوبو په ډګر کې دې د هېواد لوبغاړو ته په بهرنیو سیالیو او لیګونو کې د ګډون او تشویق په موخه فرصت برابر کړي.

د کرکټ د ټي ټین یا ۱۰ اوریزه سیالیو پیل په دې وروستیو کې په متحده عربي اماراتو کې وشو، چې د کرکټ نړۍ مشهورو لوبغاړو پکې ګډون کړی و، خو له هغې را وروسته دا دویم لیګ د کلبونو په لیول سره ترسره شو.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 198 تاريخ : پنجشنبه 14 دی 1396 ساعت: 4:20