"طالبانو په نيمروز کې ګمرک جوړ کړى"

ساخت وبلاگ

زرنج (پژواک ١٣ مرغومى ٩٦): سوداګر او سيمه ييزې سرچينې وايي، د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې طالبانو لسګونه موټر درولي او غواړي له هغوى څخه محصول واخلي.

يوه سوداګر چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار يې دوه کانټينرونه مال چې په يوه بار وړونکي ټېلري موټر کې بار دي، د نيمروز د خاشرود ولسوالۍ په غورغوري سيمه کې د طالبانو له خوا درول شوى دى.

غورغوره د خاشرود ولسوالۍ د مرکز پخوانى نوم دى.

ده زياته کړه، کابو ١٥٠ نور موټر هم په دې سيمه کې د لارې پر سر په دې موخه درول شوي چې طالبانو ترې د ګمرک په توګه د محصول ورکولو غوښتنه کړې ده.

دى وايي: "دا موټر تراوسه پورې (د ماخوستن ٧:٣٠ بجې) ولاړ دي او موټرچلوونکي د طالبانو پرېکړې ته منتظر دي، چې څومره اندازه محصول ترې واخلي."

په هغه مکتوب کې چې ظاهراً د طالبانو له خوا خپور شوى، راغلي دي: "د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي او مالي چارو کميسيون د ګمرکاتو رياست د نيمروز ولايت پر تجارتي لاره باندې د خپلو اصولو او لايحې مطابق د جدي له ١٣مې څخه رسماً د محصول د اخيستلو لپاره ګمرک شروع کوي؛ نو له همدې تاريخ څخه وروسته بايد هيڅ بار وړونکى موټر بغير له محصول څخه عبور او مرور ونه کړي."

د خاشرود ولسوالۍ يوه سيمه ييز مسوول، پژواک اژانس ته وويل چې له څلورو ورځو راپدېخوا طالبانو د زرنج – دلارام په لويه لاره په دهمزنګ سيمه کې د دلارام ولسوالۍ د مرکز په ٣٠ کيلومترۍ کې يو زنځير اچولى او هغه باروړونکي موټر چې له دې لارې تګ راتګ کوي، د خپل نوي جوړ شوي ګمرک له لارې ورڅخه پيسې اخلي.

ده زياته کړه، طالبانو موټرچلوونکو ته امر کړى چې د نن ورځې له نېټې څخه وروسته مجبور او مکلف دي چې يوه اندازه پيسې طالبانو ته تحويل کړي او په مقابل کې يې رسيد (تعرفه) ورکړي.

د هغه په وينا، په ياده شوې سيمه کې مخکې د ملي اردو د ځواکونو پوستې وې، خو دولت هغه ټولې کړې او له همدې امله دا لاره ناامنه شوې او په دوامداره توګه په کې طالبانو موجود دي.

د نيمروز امنيه قومندان مل پاسوال غلام جيلاني ابوبکر بيا په ضمني ډول د دې موضوع په تاييدولو سره، پژواک ته وويل چې په پام کې لري، له يادې شوې لارې څخه د طالبانو د ورک کولو په خاطر پراخ عمليات ترسره کړي، ترڅو خلک په ارامۍ سره ورباندې تګ راتګ وکړي.

دى زياتوي: "طالبانو تردې وړاندې هم څو ځلې له موټرو باج اخيستى، خو امنيتي ځواکونه هلته ورغلي او له امله يې طالبان تښتېدلي دي."

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو رسمي نظر واخلي، خو بريالي نه شو.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 183 تاريخ : چهارشنبه 13 دی 1396 ساعت: 22:50