شهزاد د کرکټ د نړیوالې شورا له پر ده په بندیز کې بل تاوان هم وکړ

ساخت وبلاگ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیلیز بریدګر او د نړیوال کرکټ مشهوره لوبغاړی شهزاد محمدي د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ناقانونه درملو د استعمال له کبله د هر ډول کرکټ څخه د یو کلن بندیز سره مخ شوی دی، چې په دغه بندیز کې څو تاوانه وکړل.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د شهزاد محمدي د بندیز معلومیدو وروسته د نوموړي د منډو جوړولو د حساب څخه هغه کمې شوې، کوم چې نوموړي د بندیز موده کې د لوبډلې په ګټه جوړې کړې وې.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

د شهزاد محمدي بندیز د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د بندیز معلومیدو وروسته د ۲۰۱۷ م کال د جنورۍ میاشت څخه حساب شوی دی او نوموړی د همدغه کال تر مۍ میاش پورې د کرکټ ملي لوبډلې سره لوبیدلی و.

د ملي لوبډلې دې لوبغاړي د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د همدې روانې ډیسمبر میاشتې په ۲۴ مه نیټه په وروستۍ اعلان شوې درجه بندۍ کې بل تاوان دا وکړ، چې نوموړي د ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو د توپ وهونکو په لیست کې خپل ۹ م مقام د لاسه ورکړ.

د کرکټ نړیوالې شورا د ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، شهزاد محمدي د ورستۍ اعلان شوې درجۍ بندۍ د ۱۰۰ کسیز لیست څخه خارج شوی دی او د ۲۰ اوریزه سیالیو ترڅنګ د ۵۰ اوریزه لوبه په هیڅ کټه ګورۍ کې هم نه لیدل کیږي.

شهزاد محمدي هم منلې ده، چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د منع شویو درملو څخه یې سهوا استفاده کړې ده او په همدې کار یې د ټولو هېواد والو څخه بښنه غوښتې ده.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې پیلیز لوبغاړی شهزاد محمدي، چې ګڼ شمیر د کرکټ لوبې مینه وال یې راتګ ته لارې څاري؛ د کرکټ نړیوالې شورا د قوانینو له مخې د راتلونکي ۲۰۱۸ م کال د جنورۍ میاشتې په ۱۷ مه نیټه د تعین شوي بندیز څخه بیرته کورني او نړیوال کرکټ ته راستون شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 167 تاريخ : سه شنبه 5 دی 1396 ساعت: 23:20